Asset 1SWN

سلام وطندار

سمنګان کې د سېلابونو پرمهال د یوې کورنۍ ۳ غړو ژوند بایللی

IMG_4362

د سمنګان ځایي مسوولان وایي، د دې ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د سېلابونو پرمهال د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي.

د فیروزنخچیر ولسوالۍ اجراییه مدیر شفیع‌الله ارشاد سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، تېره ورځ سه‌شنبه د دغې ولسوالۍ «چنارګي پایین» سیمه کې سېلابونه راوتلي چې یوې ۲۸ کلنې ښځې او دوو کوچنیو ماشومانو په کې ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي ویلي، د سېلابونو پر مهال د دې ولسوالۍ کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوي.

ځایي مسوولانو له خلکو غوښتي چې د ورښتونو د دوام له امله احتیاطي تدابیر مراعت کړي او په خطرناکو لارو تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دې وروستیو ورځو کې د سمنګان په ځینو سیمو کې سېلابونو نه یوازې مالي زیانونه اړولي، بلکې د دې ولایت ځینې لارې یې هم تړلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام