د هېواد ۱۶ ولایتونو کې له ۴۲ کسانو (۲۱ نارینه او ۲۱ ښځو) سره د «سلاموطندار» د خبرو پایلې ښيي چې ډېری ګډونوال د ښځې ښهوالی یا بدوالی د جنسیت پر بنسټ نه، بلکې د انسان شخصيتي ځانګړنو له مخې تعریفوي.
د دغو ۴۲ کسانو له جملې ۱۴ هغوی د مېړه درناوی او اطاعت د «ښې ښځې» اساسي معیار بولي.
د «ښې ښځې» مفهوم په هره ټولنه کې له بنسټیزو ټولنیزو جوړښتونو څخه شمېرل کېږي چې د کلتوري، مذهبي، تاریخي او رواني باورونو له یو ځای کېدو څخه رامنځته کېږي.
خو څو لسیزو جګړو، د حکومتونو بدلېدو، د کډوالۍ پرلهپسې څپې، تېرو لسیزو کې د بشري حقونو بحثونو او د خلکو ترمنځ قبیلوي او کلتوري ارزښتونو، افغانستان کې د ښځې د شخصیت تعریف په اړه بېلابېل لیدلوري رامنځته کړي.
له سمنګان څخه ۲۸ کلن زاهد او له پروان څخه ۳۶ کلنه پلوشه وایي، د یوې ښځې ارزښت او ښهوالی د هغې شخصیت، مسؤلیتپالنې او له نورو سره د سم چلند له مخې ټاکل کېږي.
زاهد وایي: «ښه ښځه په اصل کې د ښه انسان مانا لري، یانې داسې ښځه چې له خپل ځان، نورو او خپل خدای سره په رښتینولۍ او مسؤلیتپالنې چلند وکړي. د یوې ښځې ارزښت یوازې دودیزو رولونو لکه مېرمن او مور کېدو پورې نه محدودېږي، بلکې د هغې له شخصیت، اخلاقو او له نورو او له خپل ځان سره د چلند له څرنګوالي سره تړاو لري.»
پلوشه هم وايي: «له زما په اند، ښه ښځه هغه ده چې خپل ځان او نورو ته درناوی ولري، مسؤلیتپاله او مهربانه وي او د خپل ځان او شاوخوا خلکو د ودې او ارامۍ لپاره هڅه وکړي. شخصیت، اخلاق او پوهاوی د یوې ښې ښځې تر ټولو مهمې ځانګړنې دي.»
په دې راپور کې ډېری ځوابورکوونکي د ښځې ښهوالی د هغې له شخصيتي ځانګړنو سره تړي، داسې لیدلوری چې د مثبتې ارواپوهنې او د «شخصیت د پنځو لویو عواملو» له نظریې سره همغږی بلل کېږي.
د دغو لیدلورو پر بنسټ، د رښتینولۍ، مهربانۍ او مسؤلیتپالنې په څېر ځانګړنې د یو ښه انسان «ښې ښځې» له مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.
د دې راپور له ټولو ځوابورکوونکو څخه ۱۴ کسانو «۷ ښځو او ۷ نارینهوو» انساني اخلاق او چلند، ۱۴ کسانو «۷ نارینهوو او ۷ ښځو» فردي وده او مسؤلیتپالنه او ۱۴ کسانو «۷ نارینهوو او ۷ ښځو» ارزښتونه او کورنۍ ته پاملرنه د ښې ښځې له مهمو ځانګړنو څخه بللي.
خو ۱۴ نورو «۷ نارینهوو او ۷ ښځو» چې په دې بحث کې یې ګډون کړی، باور لري چې د مېړه درناوی او اطاعت د ښې ښځې له مهمو ځانګړنو څخه دي.
بلخ څخه ۳۳ کلن صبغتالله وایي: «د ښې ښځې ځانګړنه سازګاري ده. دویم دا چې د مېړه غوښتنې او ارادې ته پام وکړي، درناوی یې او اطاعات یې وکړي. بله دا چې ژوند پر مېړه تریخ نهکړي، بېځایه غوښتنې ونهلري او د مېړه کورنۍ او خپلوانو ته درناوی وکړي. په ټوله کې ویلی شم چې ښه ښځه هغه ده چې خپل مېړه پاچا کړي، پیروي یې وکړي او خپله ملکه شي.»
د کابل اوسېدونکی ۳۰ کلن تسل هم وايي: «ښځه باید وکولی شي له مېړه او د کورنۍ له غړو سره په مهربانۍ او متقابل درک چلند وکړي. ښه ښځه هغه ده چې د دیني او کلتوري ارزښتونو په ساتلو سره د کورنۍ د ماشومانو په سالمه روزنه کې مثبت رول ولري. همدارنګه د کور په چارو او د اولادونو په روزنه کې له مېړه او کورنۍ سره متقابل درناوی ولري، څو هم په کورنۍ او هم په ټولنه کې ښه رول ولوبوي.»
د ښځې د بدوالي د تعریف په اړه هم د ځوابورکوونکو نظرونه بېلابېل دي.
۱۲ کسانو «۶ نارینه او ۶ ښځو» بېاحترامي او ځان او نورو ته زیان رسول، ۱۱ کسانو «۵ نارینه او ۶ ښځو» دروغ ویل او خیانت، ۸ کسانو «۴ نارینه او ۴ ښځو» بېمسؤلیتي او د ودې لپاره د هڅې نشتوالی او ۱۱ کسانو «۶ نارینه او ۵ ښځو» بد اخلاق او په کورنۍ او ټولنه کې منفي چلند، هغه منفي ځانګړنې بللې چې د بېلابېلو شرایطو تر اغېز لاندې د ښځو په چلند کې راڅرګندېږي.
د کابل اوسېدونکې ۲۴ کلنه ساره وايي: «زه نه شم کولی یوه ښځه بده تعریف کړم، ځکه زه خپله هم دا نه منم چې کومه ښځه بده وي. انسانان له یو بل سره توپیر لري، خو هېڅوک نه غواړي بد وي، ټول هڅه کوي ښه وي. نو د ژوند شرایط کله کله انسان دې ته اړ باسي چې بد ښکاره شي.»
د لغمان اوسېدونکی ۲۵ کلن محمدعباس هم وايي: «موږ هېڅکله یو شخص بد نه شو بللی. انسان بد نهوي، بلکې ځینې کړنې او چلندونه دي چې انسان نامناسب معرفي کوي، یانې همدغه چلندونه لامل کېږي چې په ټولنه کې خلک هغه ډېر خوښ نهکړي.»
یو شمېر ارواپوهان وايي چې د ښې او بدې ځانګړنې تر ډېره د کلتور او د فکر له ډول سره تړاو لري.
دوی انساني احساسات، مثبت فکر، نېک چلند او رښتینې مینه د انسانانو له پنځو مهمو او مثبتو ځانګړنو څخه بولي.
ارواپوه محمدالله بلوڅ وايي: «په هره ټولنه کې د ښو او بدو ځانګړنو تعریف د هغې ټولنې له کلتور، فکر او اند سره تړاو لري. د انسانانو لومړنۍ ښه ځانګړنه احساسات دي. بدې ځانګړنې همدا احساسات نامطلوب ګرځوي. دویمه ځانګړنه ښه فکر دی، خو که منفي افکار راڅرګند شي، د رواني روغتیا کچه راټېټېږي. درېیم ښه چلند دی، خو بد چلند د ناوړه کړنو څرګندونه کوي. څلورم له مقابل لوري سره همدلي ده، خو تر ټولو بده ځانګړنه دا ده چې انسان خپله مهرباني له لاسه ورکړي. پنځمه ځانګړنه بېریا مینه ده.»
ټولنپوهان وايي چې د خلکو د ښه او بد تعریف تر ډېره د هغوی له شخصي ګټو سره تړاو لري.
د دوی په باور، که د خلکو لیدلوری د جنسیت له توپیر پرته، پر یو بل آګاهانه او سالم وي، نو ټولنه له ډېرو ستونزو څخه خالي کېدی شي.
ټولنپوه شعیب احمدي په دې اړه وايي: «هغه تعریفونه چې په ټولنه کې د خلکو په اړه کېږي، له بدهمرغه ډېری وخت د فردي ګټو پر محور راڅرخي. کله چې خلک په بل چا کې خپله ګټه وویني، نو وايي چې هغه ښه انسان دی، که ښځه وي که سړی، توپیر نهلري. خو که ترې زیان وویني، بیا یې بد تعریفوي. ښه انسان هغه دی چې د خپلې ګټې لپاره نورو ته زیان ونهرسوي، ښځه او سړی پکې فرق نه لري. که خلک وپوهېږي چې ښه انسان څوک دی او سم تعریف یې وکړی شي، نو د ټولنې درد به همدا وي چې درملنه یې کېږي او د خلکو د لید زاویه به سالمه شي.»
اخوا، د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې ښځه باید د انساني ځانګړنو پر بنسټ تعریف شي او وايي چې په ټولنه کې د شخړو د کمېدو لپاره اړینه ده چې د ښځې او سړي ترمنځ انساني لیدلوری پیاوړی شي.
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل په دې اړه وايي: «هغه ټولنه چې ښځهځپونکی لیدلوری ونهلري، ترډېره سالمه او باخبره ټولنه وي. باید له داسې خلکو او لیدلورو ملاتړ وشي او وهڅول شي، ځکه دا کار د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي. هغه ټولنه چې ښځهځپونکی لیدلوری لري، د تبعیض سبب کېږي او ښځې اړ کېږي چې د ټولنې له غوښتنو سره سم چلند وکړي.»
په همدې حال کې، دیني عالم قطبالدین مجتهد وايي چې د نارینهوو او ښځو د ښهوالي معیار د هغوی له باطنه څرګندېږي، نه له ظاهري ځانګړنو څخه.
هغه همدارنګه ټینګار کوي چې د ټولنې خلک نه شي کولی د انسانانو د ښه او بد په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
«په اسلام کې د نارینه او ښځې د ښهوالي معیار تقوا، ایمانداري او نېک اخلاق دي، نه یوازې ظاهري بڼه، شتمني یا ټولنیز مقام. د اسلام له نظره ښه ښځه هغه ده چې تقوا، ایمان او د الهي احکامو پابندي ولري. دویم، دینداري او نېک اخلاق ولري. درېیم، عفت وساتي او شرعي حدود مراعت کړي، په کورنۍ کې ښه چلند ولري او د ماشومانو روزنې ته پاملرنه وکړي. دا معیارونه د نارینهوو لپاره هم یو شان دي. د خلکو د ښه او بدوالي وروستۍ پرېکړه د خدای په واک کې ده.»
خو د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولان وايي چې د ښې ښځې بریا د مېړه په اطاعت او د شریعت په مراعتولو کې ده.
د دې وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې اړه سلاموطندار ته وايي: «ښځه باید د ټولو احکامو او فرامینو پابنده وي، د شریعت په چوکاټ کې خپل سیرت، صورت او اخلاق برابر کړي، په نېکو کارونو کې د مېړه اطاعت وکړي، ځکه د ښځې د بریا راز هم په همدې کې دی چې د خپل مېړه اطاعت وکړي، خدمت یې وکړي، خپل اولادونه ښه وروزي او ځان له بدو کارونو څخه وساتي.»
د یادونې ده چې د «نړیوالو ارزښتونو د سروې» (۲۰۱۷–۲۰۲۲) موندنې ښيي چې په ډېرو مخ پر ودې هېوادونو کې د دودیزو جنسیتي رولونو پورې تړاو په تدریجي ډول د کمېدو په حال کې دی، که څه هم دا بهیر ورو روان دی.
له دې سره سره، د دې راپور پایلې څرګندوي چې ان په افغانستان کې هم د خلکو یوه برخه د شخصیتمحورو معیارونو پر لور چې له جنسیت سره لږ تړاو لري، مخه کوي.