Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

1000494792

د غزني یو شمېر اوسېدونکي دې وروستیو اونیو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وایي، د خلکو د پېرلو توان کم شوی.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو، پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او همداشان د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له پیل سره هم‌مهاله، د غزني په بازارونو کې د یو شمېر توکو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو بیې لوړې شوي.

محمد نادر او محمد علیم چې د غزني دوه اوسېدونکي دي او د توکو پېرلو د دې ولایت مرکز ته راغلي، وایي چې په بازارونو کې د اوړو، غوړیو، وریجو، سبزیو او تازه او وچو مېوو بیې په څرګنده توګه لوړې شوي.

«بیې ډېرې لوړې شوې دي. اوړه ګران شوي، غوړي ګران شوي او د وریجو بیې هم لوړې شوي. نور توکي هم ګران شوي، لکه سابه، اوس یو من کچالو ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پورې دي. د غوړو بیه هم په یوه بوشکه کې نږدې ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده، زموږ غوښتنه دا ده چې بیې دې کنټرول شي، خلک پیسې نه لري، بې‌کاري ډېره ده او آن په ورځ کې ۱۰۰ افغانۍ هم په سختۍ پیدا کېږي.»

«اوړه، غوړي او هرڅه قیمته شوي. خلک عاجز او غریب دي. مخکې په ۴۰ روبۍ بادنجان وو، اوس په ۶۰ دي. مخکې اوړه په ۱۳۰۰ وو، اوس ۱۴۷۰ دي. غواړي بوشکه په ۸۰۰ وو اوس په ۱۲۳۰ روپی دي.»

نه یوازې په غزني ښار کې، بلکې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم د خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

غلام رضا د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی او رحمت ګل د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی له حکومته غواړي چې د سوداګرو د ګران‌پلورنې او احتکار مخه ونیسي.

«ما له هر دوکان څخه د اوړو او غوړیو پوښتنه وکړه، سره له دې چې ما لیدل دوکانونه له اوړو او غوړو ډک وو، خو له بده‌مرغه ویل کېدل چې دا توکي لا دمخه پلورل شوي. هېچا سودا نه کوله او که به پیدا هم شول، ډېر لږ به وو. د همدې جګړو له امله د وریجو د یوې بوجۍ بیه ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې. وضعیت همداسې دی او هیله لرو چې دولتي چارواکي او د ښاروالۍ مسؤلان دې موضوع ته پاملرنه وکړي.»

«په رښتیا هم، له هماغه وخته راهیسې بیې لوړې شوي، پخوا دومره ګراني نه‌وه، خو اوس ډېرې زیاتې شوي. موږ یو من بوره په ۳۵۰ افغانۍ اخیسته، خو اوس یې بیه ۴۲۰ افغانیو ته رسېدلې. همدا د بیو لوړوالی نه دی؟ کچالو پخوا ۱۷۰ روپۍ وو، خو اوس ۲۶۰ ته رسېدلي دي.»

په همدې حال کې د غزني مسوولان وایي چې د خوراکي توکو د بیو د څار او کنټرول لپاره یې په وروستیو ورځو کې نږدې ۵۰۰ دوکانونه د ګران‌پلورنې او احتکار له امله تړلي.

د غزني ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي سلام وطندار ته وایي: «د احتکار د مخنیوی لپاره، کمیټه جوړه شوې چې په کې د ښاري نظم مدیریت او د مارکیتونو د تنظیم مدیریت څارنه کوي او د احتکار مخه نیسي، تقریبا ۵۰۰ دکانونه تر دې دمه بند شوي. له دکاندارانو څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې ځينې خوراکي توکي له ایران نه راځي. تقریبا په یوه ورخ کې دومره نرخ پورته کولو لپاره، ښاروالۍ ریاست دکانونه مهرولاک کړي، یاد دوکانونه درې ورځې بند وو، بیا د دې موده غځیږي او درېیم قدم کې که چېرته سرغړونه وکي د دوی دوکان د فعالیت جوازونه لغوه کیږي.»

د یادونې ده چې هر کال د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي؛ خو سږکال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچونو او پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو د دغو توکو پر بیو منفي اغېز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام