د لبنان حزبالله ډلې ادعا کړې چې د اسراییلو د پوځ یوشمېر سرتېري او پوځي وسایط د لبنان سوېل د اودیسه کلي په شاوخوا کې د توغندیو په برید کې په نښه کړي دي.
د حزبالله په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه برید نن سهار شوی او پهکې د اسراییلي پوځ پر یوې ډلې سرتېرو او څو پوځي موټرو راکېټونه توغول شوي دي.
د یادې ډلې په وینا، دا برید د اسراییلو له لوري پر لبنان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه د اسراییلو پوځ د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی او د احتمالي مرګژوبلې یا زیانونو په اړه هم خپلواکې سرچینې معلومات نهدي ورکړي.
په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو بل د بریدونو مسوول بولي.