بادغیس کې یوشمېر مېرمنې وايي چې د جنین او مور د وینې ترمنځ د سمون په اړه د نه پوهاوي له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې دي.
دوی خبرداری ورکوي چې ډېری کورنۍ په دې اړه پوهاوی نهلري او دا چاره کولای شي، د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالناصر بهبودي وایي: «د وینې د ډلو نهسازګاري عموماً د انتيباډیو او انتيجنونو د توپیر له امله رامنځته کېږي. د دې ستونزې یو مهم لامل د Rh مثبت او منفي توپیر دی. که مور Rh منفي او پلار Rh مثبت وي، د مور بدن ښايي د جنین د وینې پر وړاندې غبرګون وښيي او د جنین لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.»
په همدې حال کې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه، ډاکټره نجیبه رایان وایي چې د مور او جنین د وینې نهسازګاري کولای شي، د جنین د مړینې، د نوي زېږېدلي ماشوم د شدیدې ژېړتیا، کمخونۍ او حتی د ماشوم د معلولیت لامل شي.
هغې وویل: «دا وضعیت کولای شي د رحم په داخل کې د جنین د مړینې، د نوي زېږېدلي ماشوم د شدیدې ژېړتیا، کمخونۍ او حتی د معلولیت سبب شي. په راتلونکو امیندواريو کې خطر لا زیاتېږي، خو که د اومیندوارۍ پر مهال او د زېږون تر ۷۲ ساعتونو پورې د Rh امپول تطبیق شي، د دې ستونزو مخه نیول کېدای شي.»
له بلخوا د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه، ډاکټره معصومه احسان، وایي چې د مور او جنین د وینې د نهسازګارۍ د منفي پایلو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې اومیندواره ښځې د اومیندوارۍ له دولسمې اوونۍ څخه د خپلې وینې ډله وازمويي.
هغې وویل: «د اومیندوارۍ تشخیص او د مور د وینې د ډلې معلومول د امیندوارۍ له دولسمې اوونۍ څخه ډېر مهم دي. که د مور د وینې ډله منفي او د پلار مثبته وي، نو د روګام امپول ورکول ضروري دي. دا ډول روغتیايي پاملرنې حتی د زېږون وروسته هم دوام کوي، څو د مور او ماشوم روغتیا خوندي پاتې شي.»
د بادغیس ځینې ښځې وایي چې د مور او جنین د وینې د نهسازګارۍ یا ناسمون په اړه د پوهاوي نشتون او د اومیندوارۍ پر مهال او وروسته د کافي روغتیايي پاملرنې نهشتوالی، د دې لامل شوی چې هغوی له ناوړه پایلو لکه د جنین له لاسه ورکول، کمخوني او د خپلو ماشومانو له ځینو جسمي ستونزو سره مخ شي.
ثانیه چې د بادغیس له اوسېدونکو څخه ده، په دې اړه وایي: «زما لومړی ماشوم ظاهراً روغ و، خو څه موده وروسته مړ شو، ځکه زما وینه د ماشوم له وینې سره برابره نه وه. په راتلونکو امیندواريو کې مجبور شوم خپله شیدې بندې کړم او ماشومانو ته بلې شیدې ورکړم، څو وضعیت یې ښه شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تازه او ۲۵کلنه رخشانه د بادغیس اوسېدونکې دي. دوی وايي: «څو ځله امیندواره شوم، خو هېڅ یو مې ماشوم ژوندی پاتې نه شو. ډاکترانو وویل چې لامل یې د وینې نهسازګاري وه.»
رخشانه وايي: «شپږ کاله کېږي چې واده مې کړی، خو تر اوسه ماشوم نه لرم. په لومړۍ امیندوارۍ کې مې ماشوم سقط شو او ډاکترانو وویل چې زما وینه د جنین له وینې سره سمون نه لري.»
۳۰کلنه صنم بیا بریالۍ تجربه لري. هغه وایي چې د لومړي ماشوم له زېږېدو وروسته، کله چې د مور او جنین د وینې د نهسازګارۍ په اړه خبره شوې، نور ماشومان یې روغ نړۍ ته راغلي دي.
هغې وویل: «د ځانګړو درملو د مراقبت او تطبیق له امله زما دوهم او درېیم ماشومان روغ وزېږېدل. زما لومړی ماشوم د زېږېدو وروسته له شدیدې کمخونۍ سره مخ و، خو اوس چې د وینې د نهسازګارۍ په اړه پوه شوې یم، وتوانېدم خپلې راتلونکې امیندوارۍ په سلامتۍ پای ته ورسوم.»
له بلخوا د بادغیس د ولایتي روغتون ویاند مصطفی صدیقي، وایي چې تراوسه د اومیندوارۍ پرمهال د مور او جنین د وینې د نهسازګارۍ د معلومولو ازموینې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې نه دي برابرې شوې.
صدیقي وایي: «اوس مهال موږ په ولایتي روغتون کې د EPHS د خدماتي بسته په چوکاټ کې د امیندوارۍ پر مهال د مور او جنین د وینې د ازموینې خدمتونه نه لرو.»
سره له دې، روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې د مور او جنین د وینې د نهسازګارۍ په اړه د کورنیو پوهاوی، له واده او اومیندوارۍ مخکې د وینې د ډلې ازموینه، روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی او د Rh امپول تطبیق، هغه مهمې لارې دي چې کولی شي د دې ستونزې د خطرناکو پایلو مخه ونیسي.