Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان بریدونه؛ ننګرهار او کونړ کې درې ماشومان شهیدان شوي

سیېسشیشسی

د کونړ او ننګرهار مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ له‌خوا د شویو بریدونو له امله درې ماشومان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کونړ مسوولانو په وینا، نن دوشنبه سهار لس بجې د دې ولایت د خاص کونړ ولسوالي د هجرت‌اباد د کډوالو پر میشت‌غالي د پاکستاني پوځ له لوري توغول شوې مرمۍ لګیدلي چې په دغه پېښه کې درې ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.

بل‌خوا د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی وایي چې غرمه مهال د پاکستاني پوځ له لوري په تورخم کې دوه مارکیټونه په نښه شوي چې له امله یې  په دوو تجارتي مارکېټونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا د یوه مارکیټ اور مهار شوی او د بل مارکېټ اور د مهارولو هڅې روانې دي.

نوموړی زیاتوی چې تېره شپه هم په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان پوځ له لوري یوشمېر دوکانونه په نښه شوي او د اور لګیدو له امله سوځیدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام