د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونې زلزلې څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په کونړ کې لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي.
دې سازمان نن پنجشنبه (کب اوومه / ۲۶ فبروري) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په زلزلهځپلو سیمو کې کورونه او ښوونځي تر اوسه نهدي رغول شوي او د بیارغونې د پیل لپاره کوم څرګند مهالوېش هم شتون نهلري.
راپور زیاتوي چې د ویجاړو یا زیانمنو شویو ښوونیزو ټولګیو د بیاجوړولو چارې هم تراوسه نهدي پیل شوي او نږدې ۱۷زره ماشومان د زیانمنو ښوونځیو پر ځای په لنډمهال ښوونیز فضاو کې زدهکړې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو ژغورنې سازمان همدارنګه ویلي چې له شپږ زرو څخه زیاتې کورنۍ چې د کونړ په کمپونو کې مېشتې دي، د خپلو کورونو او عایداتي سرچینو له لاسه ورکولو وروسته لاهم پر بشري مرستو تکیه لري.
د راپور له مخې، یاد سازمان د زلزلې له رامنځتهکېدو وروسته تراوسه د ختیځ په زلزلهځپلو سیمو کې له نږدې ۸۹زره کسانو سره مرسته کړې چې شاوخوا ۳۴زره یې ماشومان دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵کال په اګست میاشت کې یوې زورورې زلزلې د افغانستان ختیځ ګڼې سیمې ولړزولې چې تر ټولو ډېر زیان یې کونړ ولایت ته واوښت. په دې پېښه کې له دوو زرو څخه زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر اته زرو ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.