Asset 1SWN

سلام وطندار

د اړیکو پراختیا؛ بلخ کې اوزبیک او افغان سوداګرو ګډه ناسته کړې

IMG-20260216-WA0074

د بلخ ځایي مسوولان وایي چې اوزبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، په دې ولایت کې د افغان او اوزبیکستاني سوداګرو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوې ده.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، هارون رشید قاضي، وایي چې دغه ناسته د «دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تواصل» تر سرلیک لاندې پرون یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه.

د نوموړي په وینا، دا ناسته د اوزبیکستان د سیردریا ولایت له سوداګرو سره د دې لپاره تنظیم شوې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکې وساتل شي او لاپیاوړې شي.

هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې د کرنې، ودانیزو چارو، درملو، تېلو، خوراکي توکو او نورو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله شوې.

په همدې حال کې، افغان سوداګرو د دې ناستې هرکلی کړی او وایي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه زیاتېږي، باید سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


زین‌الله عثمانی چې افغان سوداګر دی، وایي، اوزبیکستان ته د ویزې نه‌لاسرسی د دوی د کار پر وړاندې لویه ستونزه ده او غوښتنه کوي چې د ویزو د ورکړې بهیر اسانه شي.

بل‌خوا، په مزارشریف کې د اوزبیکستان سرقونسل، جعفر فتاح‌یوف، په دې ناسته کې افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې هڅه به وشي، څو د اوزبیکستان د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

سوداګر وایي، د دا ډول ناستو دوام کولی شي د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د بازارونو د نږدې کېدو لامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام