Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال جام؛ ایرلنډ له عمان لوبه وګټله

413480

د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې عمان ته په ۹۶ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

 د ایرلنډ لپاره په توپ‌وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې لورکان ټکر وکړې چې ناسوځېدلې ۹۴ منډې وې.

ګېرېد ډیلیني هم ۵۶ او جورج ډاکرل ناسوځېدلې ۳۵ منډې جوړې کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ځواب کې د ایرلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۱۸ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د عمان لپاره عامر کلیم ۵۰ او حما میرزا ۴۶ منډې وکړې.

دغه سیالي له بي ګروپ څخه وشوه چې په‌کې سریلانکا لومړی، زمبابوې دویم، اسټرالیا درېیم، ایرلنډ څلورم او عمان وروستی او پنځم ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام