Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې ټرافیکي پېښه؛ ۱۴ کسان مړه شوي

645585_6971149_updates

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور بیا ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې د چارواکو په وینا، دغه پېښه د سرګودې په کوټ مومن سیمه کې د سختې لوخړې له امله رامنځته شوې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سختې لوخړې له کبله د لید ساحه کمه شوې وه او د موټرچلوونکي له کنټروله وتلې لارۍ «ټرک» د غله‌پور بنګله کانال ته لوېدلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد کانال د پېښې پرمهال وچ و. لارۍ کې ۲۳ کسان لېږدول کېدل چې اووه کسان یې د موټر لاندې ایسار او ځای پر ځای مړه شوي وو.

د ژغورنې ډله وايي چې په مړو شویو کې شپږ ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي. دغه کسان د یوې جنازې مراسمو ته روان وو.

چارواکو ویلي چې دامهال ټوله پنجاب صوبه د سختې لوخړې تر اغېز لاندې ده او موټرچلوونکو ته یې د احتیاط سپارښتنه کړې. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ورته پېښې په لاهور او ډېره اسماعیل خان کې هم شوي چې په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام