د بدخشان د ارګو او دراېم ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ریزکان سړک د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د دغه سړک د ژر تر ژره بیارغونې غوښتنه کوي.

حمیدالله چې د ارګو ولسوالي اوسېدونکی دی، «سلام‌وطندار» ته وايي، دا سړک له کلونو راهیسې په خراب حالت کې دی او تر اوسه پرې هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی. د هغه په وینا، خلک اړ کېږي چې ساعتونه په لاره کې بند پاتې شي.

حمیدالله وویل: «د ریزکان په کوتل کې مو ډېر ناروغان له لاسه ورکړي، د زېږون ناروغانو ماشومان د همدې خرابې لارې له امله مړه شوي دي. پخوا کرایه له ولسوالي تر مرکز ۱۰۰ افغانۍ وه، خو اوس د سړک د خرابوالي له امله ۲۰۰ افغانۍ ورکوو.»

نوموړی زیاتوي، په ژمي کې د دې لارې وضعیت لا خرابېږي، موټرونه په واورو او خټو کې بندېږي، ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي او سوداګر هم درانه اقتصادي زیانونه ګالي.

په ورته وخت کې د دراېم ولسوالي اوسېدونکی، ګل‌محمد وايي چې څو ځله یې هڅه کړې خپل ناروغ د درملنې لپاره د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته یوسي، خو د سړک د خراب وضعیت له امله پر وخت روغتون ته نه دی رسېدلی.

د دراېم ولسوالي اوسېدونکی ګل‌محمد: «په ژمي کې زموږ ستونزې څو چنده کېږي، لار یخ او له خټو ډکه وي، ناروغ پر وخت مرکز ته نه شي رسېدای. له بلې خوا، د کرایې لګښت هم زیات شوی او خلک د ناروغانو د انتقال وس نه لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ارګو–فیض‌اباد پر لار تګ‌راتګ کوونکی موټرچلوونکی جاوید هم وايي چې د ریزکان سړک خراب وضعیت د خلکو ژوند او د موټرچلوونکو کاروبار له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «هره ورځ موټرونه چپه کېږي، خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. موټرونه خرابېږي او موږ کله کله شپه همدلته د ریزکان په کوتل کې پاتې کېږو. سړک ډېر خراب دی او تګ راتګ سخت شوی.»

بل لور ته، د بدخشان مرستیال والي جمال‌الدین حقجو وايي، د ریزکان سړک د بیارغونې پروژه منظوره شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه به یې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

د بدخشان مرستیال والي جمال‌الدین حقجو: «د ارګو څخه تر درایم سړک ډېر خراب دی، موږ یې له نږدې لیدنه کړې ده. خوشبختانه، په بدخشان کې پنځه مهمې پروژې منظور شوې دي چې یوه یې د ارګو–درایم ۴۲ کیلومتره سړک اسفالت کول دي او ان‌شاءالله ژر به یې کار پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د بدخشان د ټولګټو چارو ریاست او ځايي مسوولینو د ریزکان سړک د بیارغونې ژمنې کړې وې، خو د خلکو په وینا، تر اوسه دا ژمنې عملي شوې نه دي.

د ارګو او درایم ولسوالي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دې سړک بیارغونه باید هر څومره ژر وي، پیل شي، څو د خلکو د تګ راتګ، روغتیايي ستونزو او اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام