Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۶۰ روغتیايي مرکزونو سره د درملو مرسته وشوه

FB_IMG_1768026420376

د لوګر روغتیا ریاست سره د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي ملاتړ او د کف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې له ۶۰ روغتیايي مرکزونو سره د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درملو مرسته وشوه.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته وویل، د عامې روغتیا ریاست د دوامدارو هڅو په پایله کې یونیسف او د کف تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري ۶۰ قلمه بېلابېل درمل د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې یاد درمل به ډېر ژر د لوګر په ۶۰ روغتیايي مرکزونو ووېشل شي، څو د ناروغانو روغتیايي اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.

د ډاکټر ځیرک په وینا، په دې درملو کې انتي‌بیوټیکونه، مقوي درمل، درد کمونکي (انلجزیک)، سیرومونه او انتي‌سېپتیک درمل شامل دي چې د ژمي په سړه هوا کې د ناروغانو درملنې او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره به مهم رول ولوبوي.

نوموړي د یونیسف ادارې او کف مؤسسې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د لوګر د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي، څو روغتیايي مرکزونو ته د درملو اندازه نوره هم زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام