د غزني د بکاول دښتې سیمه کې د ودانیزو توکو د تولید او پروسس کارخونې، په ځانګړې توګه د ګچ او مبلایل کارخونو، د هوا ککړتیا او چاپېریالي ستونزې رامنځته کړي چې له کبله یې، سلګونه کورنۍ ترې اغېزمنې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي د کارخونو لهخوا د چاپېریالي قوانینو نه مراعت د دې ستونزو یو اصلي لامل ګڼي.
د باقراباد، بکاول، جلوگیر او لشمک سیمواوسېدونکي وايي چې د دغو کارخونو د فعالیتونو له امله د کال ډېرو فصلونو کې پاکه هوا نشته او له زیانمنونکو چاپېریالي شرایطو سره مخ دي.
محمدابراهیم او علی خان عليزاده، د باقراباد د ښارګوټي اوسېدونکي او د دې ځای وکیل، وایي چې د کارخونو د چاپېریال ساتنې قوانینو ته پام نه کوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.
محمدابراهیم وویل: «دا ځای زموږ لپاره ډېر مشکلات لري. له ماښامه وروسته، کله چې باد ښار لوري ته راځي، سهار چې پاڅېږو، داسې ښکاري لکه چې دلته اوړه غورځېدلې وي. ګچ او دوړې زموږ پر کالیو غورځېدلي وي، نو سهار یې بیا باید ومینځوو.»
نوموړي وویل: «هغه مقررات چې د چاپېریال ساتنې ادارې لهخوا ورته ټاکل شوي، تل یې پابند نهوي. کله چې کمیټې یا کسان له لاندې ځایه د څارنې لپاره راځي، دوی دلته راشي، ماشینونه او فلټرونه کاروي، نو ککړتیا کمېږي. خو کله چې کمیټې په جریان کې نهوي او د چاپېریال ساتنې هیأتونه سیمې ته رانهشي، نو ماشین او فلټر نه کاروي او ککړتیا ډېره کېږي. هوا ککړېدل یوازې د همدې ځای لپاره نه، بلکې د دې ټولې لارې لپاره زیانمن دی.»
د بکاول او باقرلاباد ښارګوټو اوسېدونکي وايي چې په دوبي کې دغه ککړتیا د خلکو په منځ کې د مختلفو ناروغیو لامل کېږي. دوی مسوولانو څخه غواړي چې د دې کارخونې فعالیتونه جدي کنټرول کړي، څو د کارخونو لهخوا د چاپېریالي معیارونو رعایت ته جدي پام وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بکاول اوسېدونکی نسیم وايي: «زموږ عریضه هم معلومه ده چې د وکیل له لارې چاپېریال ساتنې ادارې ته تللې، خو هېڅ نتیجه یې نهده ورکړې. زموږ غوښتنه دا ده چې دولت او هر اړوند ارګان، که چاپېریال ساتنه وي یا قومندانۍ، زموږ غږ واوري. دا ډېر ځورونکی او ناراحت کوونکی حالت دی، په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې چې بېلابېل ناروغۍ ډېرېږي.»
د جلوګیر سیمې اوسېدونکی محمد صادق وایي: «له پورته لوري باید د هوا د ککړتیا لپاره یوه نسبتاً تمرکز شوې حل لاره وټاکل شي، د دې له پلوه چې کومې فابریکې او فاضله مواد له ښارګوټي څخه خپریږي. که دولت خپله کتنه وکړي، ککړتیا به کمېږي. دلته ژوند کول ډېر سخت دي، خو یو نسبتاً عادي ژوند باید وشي.»
د غزني په دې برخو کې چاپېریالي ستونزې یوازې په صنعتي کارخونو پورې محدودې نهدي؛ بلکه د کثافاتو انتقال او زیرمه کول او همدارنګه د ښاروالي او خصوصي شرکتونو لهخوا د فاضلاب تخلیه چې په نږدې ښارګوټو کې د هستوګنې کورونو ته څېرمه کېږي، نورې جدي ستونزې دي چې سلګونه کورنۍ یې له مشکلاتو سره مخ کړي دي.
د باقراباد ښارګوټي وکیل عليخان علیزاده وایي: «موږ باید یادونه وکړو چې یوازې د دې ځای ګچ فابریکه نهده، حتی د ښار له مختلفو برخو څخه د فاضله اوبو او ګندګي هم شپه مهال دلته خالي کېږي. حتی هغه چکډېم چې دلته جوړ شوی، پکې فاضله اوبه غورځول کېږي چې د چاپېریال ککړتیا سبب کېږي. همدارنګه پلاستیکي کثافات چې د ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول شوي، دلته غورځول کېږي.»

د غزني د چاپېریال ساتنې د تفتیش عمومي مدیر عبدالله رشیدی، سلاموطندار ته وویل، د صنعتي فابریکو په اړه د خلکو شکایتونه پر ځای دي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې د دې فابریکو په اړه دوامداره څارنه روانه ده او هره فابریکه د ککړتیا د کمولو په موخه په فیلټرونو سمبال شوې ده.
هغه وویل: «په دشت بکاول کې شاوخوا ۲۵ ګچ جوړونې فابریکې او یوه د مبلونو د تصفیه فابریکه فعاله ده. د دې ریاست د مفتشینو د هڅو پر اساس، ټول ګچ جوړونې فابریکې د لوړو او ټیټو پفکونو سره مجهز شوي، څو د لوګي کچه راکمه کړي او د مدیریت لهخوا ټاکل شوي پلان مطابق، وخت پر وخت د دې فابریکو څارنه کېږي. دا چې تراوسه په غزني کې د درنو او سپکو صنایعو لپاره صنعتي پارک نشته، د لویو صنعتي فابریکو فعالیت واقعاً د سیمې خلکو لپاره مزاحمت جوړوي، او د چاپېریال ساتنې قوانین په بشپړ ډول پرې نه شي تطبیق کېدای.»
خو د غزني ښاروالۍ مسوولان د کثافاتو انتقال او زیرمه کولو او د فاضلاب تخلیه کولو په اړه د هر ډول فعالیتونو څخه ناخبري ښيي او وايي چې کثافات د دې ادارې لهخوا په نورو سیمو کې انبارېږي.
د غزني ښاروالي ویاند عبدالولي جلالزی وايي: «د شاروالي ریاست د کثافاتو د اچولو لپاره مجهز ځای لري او نورو دښتو کوم ساحاتو ته نه وړي. هغه کثافات چې په بکاول یا نورو سیمو کې یادونه وشوه، نورو ځایونو ته د شخصي شرکتونو لخوا انتقالیږي. د شاروالي د کثافاتو لپاره منظم او معیاري ځای د دمسایت په نوم د علی لالا صاحب په ساحه کې شته.»
په غزني کې د معیاري صنعتي پارکونو نشتوالی او د فابریکو د مالکانو لخوا د چاپېریالي قوانینو نه مراعت، د چاپېریال لپاره یوه جدي ستونزه ده. همداراز، د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د منظم سیستم نشتوالی، کولی شي چې هر کال د خلکو پر ژوند زیاته اغېزه وکړي او په پایله کې یې زیانونه پراخ کړي.


