Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د بېسکوېټ تولید دوو کارخونو فعالیت پيل کړ

e168cc70-19b2-4248-9898-905bf9e9cf20

د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ رئيس انجنیر محمدخان ځواک سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د بېسکوېټ د تولید دوو کارخونو په فعالیت پيل وکړ.

د هغه په وینا، دا ډول کارخونې کولای شي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او نور پانګوال هم دېته وهڅوي چې په میدان‌وردګ کې پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د یادو کارخونو یوه مسؤول سردار ولي سلام‌وطندار ته وویل، دغه کارخونې یې د ۲ میلیون افغانیو په پانګونې سره جوړه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۰۰ کېلو ګرامه بېسکوېټ تولیدوي.

هغه وویل، په کارخونه کې یې ګڼ شمیر اوزګارو ځوانانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هېره دې نه وې چې له دې وړاندې هم په میدان‌وردګ کې یو شمیر پانګوالو ورته کارخونې جوړې کړي او په کې ګڼ شمیر ځوانان په کارکولو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام