Asset 1SWN

سلام وطندار

د مالیزیا لومړی وزیر: امریکا دې له ځنډ پرته مادورو خوشې کړي

G9zTUmVasAQx2I0

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ونزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام په کلکو ټکو غندلی او هغه یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

 نوموړي له واشنګټن څخه غوښتي چې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ژر تر ژره خوشې کړي.

انور ابراهیم پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي: «د ونزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن د امریکا د پوځ په یوه بې‌ساري او غیرمعمولي عملیاتو کې نیول شوي دي. دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او پر یوه خپلواک دولت د زور غیرقانوني کارونه ګڼل کېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ټینګار کړی چې مادورو او د هغه مېرمن باید «بې له هر ډول ځنډه» خوشې شي.

د مالیزیا لومړي وزیر همدارنګه خبرداری ورکړی چې د بهرني ځواک له لارې د یوه واکمن حکومت د مشر لرې کول، یو خطرناک ساری رامنځته کوي او د دولتونو ترمنځ د ځواک د کارونې بنسټیز محدودیتونه کمزوري کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام