د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن چهارشنبه نیویارک کې د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي.
د راپورونو پر بنسټ، د دغې غونډې ګډونوال به د افغانستان د روان وضعیت ارزونه او د نړیوالو اقداماتو د پیاوړتیا او همغږۍ په اړه به بحثونه وکړي.
ورته مهال ویل شوي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما به هم نن نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي.
ویل کېږي چې دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان پر ستونزو، د بشري اړتیاوو پر کچې او له هېواد سره د نړۍ د تعامل پر لارو چارو خبرې وکړي.