Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپُل کې وروستۍ زلزلې تاریخي ابدات زیانمن کړي

سسس

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یوشمېر تاریخي ابداتو ته زیان اوښتی دی.

د عیدګاه جامع جومات، د خشت پُل جومات او امام یحیی او لنګرشاه عبدالله زیارتونه هغه لرغوني تاریخي ځایونه او ابدات دي چې هر یو یې څو سوه کاله لرغونتوب لري.

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر ایام‌الدین یُلداش سلام‌وطندار ته وویل، زلزلې د دغو تاریخي ابداتو مختلفو برخو کې درزونه رامنځته او زیانمن کړي دي.

خو هغه زیاته کړه چې سوزمه‌قلعه ولسوالي کې د لنګرشاه عبدالله زیارت تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.

هغه وویل: «څو تاریخي ابدات دي چې یو څه زیان ورسېدلی، مثلا د عیدګاه جامع جومات، د خشت پُل جومات او امام یحیی او لنګرشاه عبدالله زیارتونه دي، دوی ته لږ څه زیان اوښتی او درزونه یې کړي. خو متاسفانه چې سوزمه قلعه ولسوالي کې لنګرشاه عبدالله سیمه کې د لنګرشاه عبدالله زیارت ته ډېر زیان اوښتی، خو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیمې ته ورغلی او هغه یې ارزولي.»

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر ایام‌الدین یُلداش همدارنګه وویل، د ملګروملتونو د ښوونیز او فرهنګي سازمان یونېسکو په ګډون کومې ادارې تراوسه د دغو تاریخي ابداتو د ترمیم په برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

خو د هغه په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډاډ ورکړی چې راتلونکې ۱۴۰۵ لمریز کال کې به سرپُل ښار کې پنځه تاریخي ابدې چې حالت یې ښه نه‌دی، ترمیم کړي.

په ورته مهال سرپُل ښار کې د خشت‌پُل تاریخي جومات خطیب مولوي ابوبکر وویل، د دغه لرغوني جومات ډېری برخې تخریب شوي او وروستۍ زلزلې هم په‌کې درزونه رامنځته کړي دي.

ده وویل، وروستی ځل دغه جومات ۱۵کاله وړاندې په سطحي ډول ترمیم شوی وو او اړتیا ده چې بیارغونې ته یې جدي پام وشي.

نوموړي وویل: «وروستۍ زلزله کې یې ځينې دېوالونه تخریب شوي، د چت ځینې برخې یې هم درز شوي. د خشت‌پُل جومات وضعیت خراب دی، مونږ څو ځله هڅه کړې چې دغه جومات ورغول شي، خو بریالي نه‌شو. ډېر لګښت ته ضرورت لري، مونږ هم نه‌شو کولی چې اقدام وکړو.»

د سرپُل د مرکز «چیلان‌ګم» سیمې اوسېدونکي محمدرجب هم وویل، سرپُل ښار کې د امام یحیی زیارت له لرغونو او تاریخي زیارتونو څخه دی چې دامهال یې د ۳۰۰زره افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې د ولس په همکارۍ پیل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه: «د امام یحیی زیارت یو له لرغونو زیارتونو څخه دی چې قدامت یې له زر کاله اوړي. دا چې زیارت بیارغونې ته اړتیا درلوده د خلکو په شخصي لګښت یې د ترمیم چارې روانې دي. دې وروستۍ زلزله کې یې هم ځينې برخې یو څه درز شوي دي.»

هغه وویل، امام یحیی یو مهم زیارت دی چې د سرپُل اوسېدونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري. ده له مسوولانو او فرهنګي سازمانونو وغوښتل چې د دغه زیارت خوندیتوب ته توجه ډېره کړي.

ورته وخت کې د سرپُل سوزمه‌قلعه ولسوالي کې د لنګرشاه عبدالله سیمې ملک نجیب‌الله او د سیمې اوسېدونکي فضل‌الرحمان وویل:

د نوموړي په وینا: «د لنګرشاه عبدالله زیارت ته هم ډېر زیان اوښتی، دغه زیارت تر ۷۰۰ کاله ډېر لرغونی دی چې د واورو په ورېدو سره به د دغه زیات د نړېدو امکان ډېر شي. دغه زیارت زمونږ لپاره ډېر مهم دی. او تراوسه یې د بیارغونې لپاره اقدام نه دی شوی. غوښتنه مو دا ده چې هر څه ژر د دغه زیارت اساسي رغونې ته اقدام وشي.»

هغه وویل: «وروستۍ زلزلې لرغونی زیارت شاه‌عبدالله تخریب او جدي زیان ورسولی، دغه زیارت ۹۰۰ کاله لرغونتوب او تاریخي ارزښت لري. مونږ له مسوولانو غواړو چې د دغه زیارت فني بیارغونې ته لومړیتوب ورکړي او زمونږ د تاریخي بنا خوندیتوب ته زمینه برابره کړي.»

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، هر کال تر لسو پورې بهرني او زرګونه داخلي سیلانیان د دغه ولایت له تاریخي ابداتو لیدنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام