Asset 1SWN

سلام وطندار

د مادورو او ټرمپ ټیلیفوني اړیکه؛ «مادورو دې ونزویلا پرېږدي»

images (1)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د ونزوېلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره یې تېره اوونۍ ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دغه خبر په داسې وخت کې خپریږي چې د کارابین په سیمه کې د امریکایي ځواکونو حضور زیات شوی او راپورونه ښيي چې متحده ایالات ښايي د ونزوېلا پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې غړی او د جمهوري‌پال ګوند سناتور مارکوین مولین د پرون یکشنبه، له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې وویل: «موږ مادورو ته فرصت ورکړ چې ونزوېلا پرېږدي. ورته مو ویلي چې کولای شي روسیې یا بل هېواد ته لاړ شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال، امریکايي ورځ‌پاڼې میامي هېرالډ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ او مادورو ترمنځ تېرې اوونۍ ټیلیفوني تماس کې د سپینې ماڼۍ له لوري روښانه پیغام ورکړل شوی و.

دې ورځ‌پاڼې لیکلي: «ته کولای شې خپل ځان او خپل نږدې کسان وژغورې، خو باید همدا اوس هېواد پرېږدې.»

د راپور له مخې، امریکا مادورو ته څرګنده کړې، که هغه سمدستي استعفا وکړي، متحده ایالات به نوموړي او د هغه کورنۍ ته د خوندي وتلو تضمین ورکړي.

دا تماس لومړی ځل د نیویورک ټایمز له لوري افشا شوی و. ټرمپ پرون یکشنبه، د ولسمشرۍ الوتکې په داخل کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا تماس تایید کړ، خو د خبرو له منځپانګې یې څه ونه‌ویل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام