د پکتيکا ولايتي مسوږلان وايي چې په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې د يادګار څلي يا منارونه جوړوي چې د تېرو شلو کلونو پرمهال د بمبارونو، چاپو او بريدونو پرمهال پهکې په ډليز ډول ملکي خلک او د اسلامي امارت غړي په «شهادت» رسيدلي دي.
ياد څلي چې د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر چتر لاندې جوړيږي، شاوخوا ۱۲ ميليونه افغانی لګښت پرې کيږي چې د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني لهخوا ورکول کيږي.
د يادو يادګاري څليو د پيل مراسم چې د مټاخان ولسوالي د ابراهيم کاريز سيمه کې نيول شوي و، د پکتيکا اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملامحمدامين حذيفه وويل چې ياده چاره به وکولای شي چې د نړيوالو د کړيو ظلمونو څخه خلک خبر کړي.
هغه زیاته کړه چې ياد څلي په ټولو هغو سيمو کې جوړيږي چې په يوځای پهکې تر څلورو نفرو زيات ملکي او يا د اسلامي امارت غړي یوځای په شهادت رسيدلي وي.
يادو مراسمو کې د پکتيکا والي مولوي عبدالخالق عابد وويل چې اوسنی نظام د راوستو لپاره په تېرو شلو کلونو کې د پکتيکا ټولو خلکو هر اړخيزې قربانۍ ورکړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل چې هېڅکله هم نه غواړي چې په خپل ولس باندې د يو امر په توګه حکومت وکړي، بلکې د خدمتګارانو په توګه به کار کوي. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د نظام په راوستو کې يې قرباني ورکړې، نو بايد د ساتنې لپاره يې هم اوس د شته نظام سره ودريږي.
د ابراهيم کلي یوه اوسيدونکي دلاور چې د کورنۍ ۱۱ غړي یې د شپې په يوه چاپه کې له لاسه ورکړي، وويل چې د قربانيانو د ياد په پار د څليو جوړول غوره اقدام دی.
هغه له نړيوالو بشر حقونو ادارو غوښتنه وکړه د بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژنې قضيې دې وڅيړي او عاملين دې مجازات کړي.
د قربانيانو د کورنيو غړو دا غوښتنه هم وکړه چې د ماشومانو لپاره دې د زده کړو او د نورو ځوانانو لپاره دې کاري فرصتونه برابر کړي.


