Asset 1SWN

سلام وطندار

د تاجیکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی

AP24085616580096

د تاجیکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

 د اسلامي امارت یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، چې په دغه پلاوي کې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت، امنیتي ادارو او یوشمېر مهمو دولتي بنسټونو استازي شامل دي.

سرچینه وايي، دغه پلاوی به د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، ګډو امنیتي همکاریو، اقتصادي فرصتونو او سیاسي تعاملاتو خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو او امنیتي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د تاجیکستان دا نوې هڅه د اوږدمهالو امنیتي اندېښنو د حل او له افغانستان سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل څرګندونه کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي، د تاجکستان له‌خوا د لوړپوړي پلاوي استول د دې ثبوت دی چې دغه هېواد له تېرو ترینګلو اړیکو وروسته تعامل ته مخه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه: «هغه پلاوی چې له تاجکستان څخه افغانستان ته راغلی، د دې نښه ده چې د دغه هېواد سیاست له تنش څخه تعامل ته اړول شوی دی. تاجکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري او د پولو ناامنۍ، د نشه‌يي توکو قاچاق او د تندلارو د نفوذ موضوعات د دې هېواد لپاره مهمې اندېښنې دي. دوی غواړي دغه ګواښونه د دیپلوماسۍ له لارې کم کړي چې دا به د دواړو هېوادونو په ګټه تمام شي.»

د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ اهمیت ته په اشارې وايي، چې د افغانستان او ګاونډیانو ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

هغه وویل: «موږ په تېرو ۴۵ کلونو کې له دوامداره ناامنۍ سره مخ وو او طبیعي ده چې ګاونډیان اندېښنې ولري. غوره لاره دا ده چې دغه مسایل د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، په ځانګړي ډول د تاجکستان، ازبکستان، ایران او پاکستان سره.»

یادونه باید وشي چې تېره اونۍ هم د تاجکستان یو بل پلاوی کندوز ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له سیمه ییزو چارواکو سره یې د امنیتي او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام