Asset 1SWN

د اسلامي امارت او پاکستان درېیم پړاو خبرې نن استانبول کې پیلېږي

Afgh-and-Pakistan-scaled

ټاکل شوې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نن پنج‌شنبه، لړم ۱۵مه د خبرو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي پرون چهارشنبه، د دوه ورځنیو خبرو لپاره استانبول ته رسېدلي دي. دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې، په دې پړاو مذاکراتو کې د پاکستاني پلاوي مشري، د پاکستان د استخباراتو (ای‌اېس‌ای) مشر عاصم مالک پر غاړه لري او په پلاوي کې د پوځ لوړپوړي افسران، استخباراتي ادارې او د بهرنیو چارو وزارت استازي شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت پلاوي مشري بیا د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق کوي چې ورسره د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم مل دي.

یو ډيپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، د «ډان» ورځپاڼې ته ویلي چې دواړه لوري به د تېر پړاو د مذاکراتو د ژمنو د پلي کېدو ارزونه وکړي او هڅه به وکړي د څار او تصدیق هغه میکانېزم وروستی کړي چې تېره اوونۍ پرې په اصولي ډول هوکړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام