Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارډ افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

G4GYdDHWAAAZBi7

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري نن شنبه، لړم درېیمه د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې.

اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «۸ پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې. همدارنګه پنځه پروژې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال په منظور شویو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یوشمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه، د میدان‌وردګ د لوړو زده‌کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام