له ۲۵ لوړ عمرلرونکو مېرمنو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې دغه قشر له پامه غورځول شوی او له یوې نړۍ درد او غمونو سره سره اوس د ژوند له پاڼې هم لوېدلې دي.
سلاموطندار په ۱۶ ولایتونو کې له یادو مېرمنو سره مرکې کړي چې د بېوزلي، سرپرست نشتوالي، د زوی یا لور نشتوالي او ټولنیز ملاتړ نشتون له امله، خپل ځان بېارزښته او له هېره ایستل شوي بولي.
د یادو مېرمنو له ډلې ۱۳ یې، له اولادونو او ناوو سره، پنځه یې، له لور او ۷ نورې یې، د اولادونو نشتوالي له کبله یوازې ژوند کوي. دغه مېرمنې یوازیتوب، د رواني امنیت نشتوالی او د اړتیا وړ لومړنیو خدمتونو نه لاسرسی له خپلو جدي ستونزو یادوي.
د بامیان اوسېدونکې ۶۳کلنه امیربيګم له درېوو کلونو راهیسې د خپل خاوند له مړینې وروسته یوازې ژوند کوي. هغه وايي، د اولاد نشتوالی، د مناسب سرپناه نهلرل، اقتصادي ستونزې او د راتلونکي اندېښنې د هغې د ژوند تر ټولو سترې ننګونې دي.
امیر بيګم وايي: «یوازې ژوند ډېر سخت دی، وضعیت مې ښه نه دی. خلک راته خیرات راکوي. دا کور هم زما نه دی، د خلکو دی، کله ناکله را ته وايي چې ووځه. د کار کولو توان نه لرم، یوازینی عاید مې د خلکو هماغه صدقه ده چې راکوي. د اولاد نلرل ډېر اندېښمنه کوي، تل فکر کوم چې کله مړه شم، څوک به مې ښخ کړي؟»
۶۰کلنه شکیلا، د ننګرهار اوسېدونکې ده چې تراوسه یې واده نه دی کړی، د کورنۍ او ټولنې د ملاتړ نشتوالی د خپل ژوند جدي ستونزه ګڼي. هغې وویل چې خپله سرپناه نهلري، ځان د نورو لپاره بار احساسوي او هیله لري چې یو بېل ځای ولري، څو د خپل شخصي ژوند اړتیاوې پوره کړي.
شکیلا وايي: «تراوسه مې واده نه دی کړی او ځان د خپلو وروڼو پر اوږو بار ګڼم. کله ناکله زنورې مې راسره ښه چلند نه کوي. د هغوی د ماشومانو پالنه راته ډېره سخته وي، او کله چې دا حالت راځي، له ځانه سره وایم چې کاشکې ما هم واده کړی وای. زه غواړم یو بېل کور ولرم چې خپلواکه ژوند وکړم.»
د خاوند یا د اولاد د ملاتړ نشتوالی د دې راپور د مرکه شویو ښځو یوازینۍ ستونزه نه ده؛ د سروې له مخې، له مرکه شویو ښځو څخه لسو یې، سره له دې چې خاوند او اولادونه لري، خو د بنسټیزو اړتیاوو، روغتیایي خدماتو او د کورنیو د مالي کمزورتیا له امله، د مناسب سرپناه غوښتنه کوي.
ګلجان، د کندز ولایت ۵۵کلنه اوسېدونکې ده. هغه وايي چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ناتوانۍ له امله د ژوند له سختو حالاتو سره مخ ده او د اړینو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. هغې وویل: «که د کار زمینه راته برابره شي یا د خوراک او پوښاک لپاره کوم ځای راکړل شي، ښه به وي. یوازې ژوند کوم او غواړم په جلا کور کې ژوند وکړم. کاشکې زموږ هېواد هم د هغو هېوادونو په څېر وای چې زاړه کسان پکې بې له منت ژوند کولی شي. اوس ژوند ډېر په سختۍ تېرېږي.»
۷۰کلنه قمرګل، د بادغیس اوسېدونکې ده. هغه د روغتیایي او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی د خپل ژوند له جدي ننګونو ګڼي. هغې وايي، د ورځنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره له ستونزو سره مخ ده او هیله لري چې د مشرانو لپاره د ملاتړ ځانګړي مرکزونه جوړ شي.
قمرګل زیاتوي: «له خپل زوی سره ژوند کوم، هغه مې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي، او زه کله ناکله د پیسو لپاره پستې ماتوم. زوی مې کله چې کار پیدا کړي، کار کوي، خو روغتون ته لاسرسی نه لرو. دولتي شفاخانه لرې ده او پیسې هم نه لرو چې شخصي ډاکټر ته لاړ شو. که څوک زموږ لګښتونه ورکړي، حاضره یم لاړ شم، ځکه موږ بې وسه یو او زوی مې د لګښت توان نه لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې راپور د مرکه شویو ښځو له ډلې، اته یې، سره له دې چې د کورني ژوند له شرایطو ناخوښې دي، خو د دودیزو باورونو، د یوازېتوب له وېرې، د ټولنیزو فشارونو، د کورنۍ د مسؤلیتونو او د خلکو د قضاوت له امله، غوره بولي چې له خپلو کورنیو او اولادونو سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي.
۶۶کلنه شاګل د کابل اوسېدونکې ده، وايي چې د اقتصادي کمزورتیا له امله د درملنې او ډاکټر ته د تګ وس نهلري. هغې، سره له دې چې له ځینو ستونزو سر ټکوي، خو د یوازې ژوند کولو له وېرې او د فرهنګي دودونو له امله، غواړي د خپلو اولادونو ترڅنګ پاتې شي.
شاګل وايي: «زه نه خوښوم چې یوازې ژوند وکړم، غواړم له خپلو اولادونو سره اوسېږم. یوازې ژوند د یوې زړې ښځې لپاره شرم ګڼل کېږي، باید له خپلو اولادونو سره وي. که څه هم سختي وي، خو که څوک مرسته کوي، همدلته دې وکړي، د درملو او تداوۍ پیسې دې راکړي.»
بلخوا، یوشمېر د ښځو د حقونو فعالان د ښځو، په ځانګړي ډول د مشرو ښځو، د حقونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. هغوی باور لري چې د مشرو ښځو د حقونو نادیده نیول، د ښځو د ټولنیز مقام د ناسم درک او د ټولنیز عدالت د کمزوري نښه ده.
د ښځو د حقونو فعاله سوسن خالقیار وايي: «د مشرو ښځو نادیده نیول کولای شي په ټولنه کې د ښځو یو نیمګړی او لنډمهاله انځور رامنځته کړي، داسې انګېرل کېږي چې ښځه یوازې د ځوانۍ او منځني عمر پر مهال ارزښت لري. دا طرز فکر د مشرو ښځو د ګډون، درناوي او کرامت حقونه کمزوري کوي.»
د بشري حقونو یوشمېر کارپوهان وايي چې د لوړ عمرلرونکو مېرمنو ملاتړ نشتوالی کولای شي د هغوی د ژوند کیفیت او ټولنیز رول اغېزمن کړي.
دوی ټینګار کوي چې د ملاتړ ځانګړي مرکزونه نه یوازې د مشرو کسانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي، بلکې د نسلونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته هم زمینه برابروي.
د بشري حقونو کارپوه، عليرضا اخلاقی وايي: «ملګري ملتونه په ۱۹۹۱ کال کې د مشرو کسانو د اصولو کې پر خپلواکي، ګډون، پالنه او انساني کرامت د پنځو اساسي حقونو ټینګار کړی دی. په بنسټیزو اسنادو لکه د بشر د حقوقو اعلامیه او نړیوال تړونونه په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د انساني کرامت او د ژوند شایسته حق ټولو ته تأکید شوی دی. مشران د خپلې آزادۍ لپاره ځانګړې ملاتړ ته اړتیا لري.»
همدارنګه، یوشمېر دیني عالمان هم د حکومت د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي او وايي چې د مشرو کسانو لپاره د آرام او مناسب ژوند برابرول د حکومت د دیني او ټولنیزو مسؤلیتونو برخه ده.
دیني عالم عطاالحق انس وايي: «اسلامي دولت مکلف دی چې د ټولنې اړتیاوې په خپل ملاتړ کې ونیسي، دا د ښځو سالمند، بېسرپرسته او کورنۍ نلرونکو کسانو لپاره هم شامل دی. د مسلمان حاکم دنده ده چې بېسرپرسته کسانو ته سرپرستي وکړي، هغوی ته د آرام ژوند زمینه برابره کړي او د ملاتړ مرکزونه ورته جوړ کړي. اسلامي حکومت مستقیم مسؤلیت لري چې د بېسرپرسته ښځو معيشت تأمین کړي.»
یوشمېر ټولنپوهان وايي چې د لوړ عمرلرونکو کسانو د حقونو او ټولنیز رول ته جدي پاملرنه د سالم فرهنګ د جوړولو او د یوې پایدارې، با ثباتې ټولنې د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. دوی ټینګار کوي چې دې مسلې ته نه پام، کولای شي ټولنیزې ستونزې او د فرهنګي جوړښتونو کمزوري رامنځته کړي.
راشدصدیقي وايي: «نن ورځ زموږ فرهنګ له بېلابېلو اړخونو له ګواښ سره مخ دی او کمکم د ټولنیز لید له مخې بد فرهنګ لور ته ځو. موږ د مشرو کسانو ځای او مقام له لاسه ورکوو، چې دا خپله د ستونزو زیاتېدو لامل کېږي. د مشرو کسانو د اهمیت نه پوهېدنه زموږ ټولنه بحران ته رسوي، احترام له ټولنې کمېږي او ټول په معنوي لحاظ خپل مقام له لاسه ورکوي.»
بلخوا، د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوړ عمرلرونکو ښځو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ښځو لپاره دوه ځانګړي ملاتړ مرکزونه پرانستي دي، چې د مشرو ښځو اړتیاوې پوره کوي او د ښځو له خوا اداره کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهيمي وايي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هغو ښځو لپاره چې کورنۍ سرپرست نه لري، په کابل او هرات کې د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي دي. په دې مرکزونو کې د هغوی اړتیاوې پوره کېږي، چاپېریال د امارت اسلامي اصولو سره سم برابر شوی او ټول خدمات د ښځو له خوا وړاندې کېږي.»
په افغانستان کې د لوړ عمر لرونکو مېرمنو اندېښنه د امکاناتو نشتوالي او د ژوند اسانتیاوو د کمښت له امله زیاته ده. د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس تر ډېره ځوانان او ماشومان جوړوي، او لوړ عمرلرونکي بیا (د ۶۵کالو څخه پورته) د ټول نفوس له ډلې له درې سلنې کم دی.


