د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسؤول احمد احمدي، وايي چې د سانچارک، ګوسفندي او سوزمهقلعه ولسوالیو اړوند د اوبو رسولو د دولس شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولانو په وینا، یادې شبکې د ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د «اوشياچار» او «اکشن اید» موسسو د مالي ملاتړ او د سرپل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې جوړېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې شبکو کې د ۱۲ څاګانو کیندل، د ۴۰، ۶۰ او ۲۰ مترمکعبه ظرفیت په درلودو سره د دولس ذخیرو جوړول، د ۱۶۲۴ نلکو لګول، د ۳۴۰ لمریزې برښنا دړې او د ۷۲.۶ په اوږدوالي د پایپونو غځول شامل دي.
د دې پروژې په ترڅ کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۳۵۰۰ کورنیو ته په یادو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شي.