په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې د بمبارۍ د درولو غوښتنه کړې، د اسراییلو پوځ دغه ښار کې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.
د اسراییلو پوځ لهخوا خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي په غزه ښار کې یوه لویه چاودنه رامنځته کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوځ په یوې خبرپاڼه کې چې پر «ایکس» (پخواني ټویټر) یې خپره کړې، ویلي چې د فلسطیني وسلهوالو پر ضد یې هدفي بریدونه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، د هاوان یوه مرمۍ هم د اسراییلي ځواکونو پر لور ویشتل شوې چې له امله یې یو سرتېری ټپي شوی دی.
له تېرې میاشتې راهیسې، د اسراییلو پوځ په یوه نوې طرحه کې د غزې ښار پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی، څو د دې کلابندې سیمې تر ټولو لوی ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.