Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د بګرام اډه هېڅ‌کله امریکا ته نه ورکوو

ذبیح‌الله مجاهد t78

د اسلامي امارت ویاند افغانستان کې د بګرام هوايي اډې “بیرته نیولو” لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه په کلکه رد کړې.

ذبیح‌الله مجاهد سکای‌نیوز سره تازه مرکه کې ویلي، افغانان هېڅ‌کله اجازه نه‌ورکوي چې هر ډول شرایطو کې یې خاوره چا ته وسپارل شي.

هغه وویل: «د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو.»

خو ذبیح‌الله مجاهد وايي، متحده ایالتونو سره یې خبرې کړي چې واشنګټن کې د افغانستان او کابل کې د امریکا سفارت پرانیستل شي.

ښاغلي مجاهد دغه مرکه کې وايي: «موږ په دې موضوع بحث کړی او غواړو چې کابل او واشنګټن دواړو کې سفارتونه بیا پرانیستل شي.»

دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې وروستیو کې څو ځله وویل چې غواړي د بګرام هوايي اډې کنټرول ترلاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سره له دې چې تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له روسیې پرته د اسلامي امارت حکومت د کوم بل هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو ښاغلي مجاهد سکای‌نیوز سره مرکه کې وویل، حکومت یې د “مشروعیت ستونزه” نه‌لري او ادعا یې وکړه چې ډېری هېوادونو په خصوصي توګه د اسلامي امارت مشرتابه منلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همدارنګه د نجونو زده‌کړو په اړه ویلي، دا ژمنه نه‌کوي چې نجونې به کله هم وکولی شي بیرته ټولګي ته راشي.

هغه وویل: «زه ژمنه نشم کولی چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزو.»

د نجونو زده‌کړو په تړاو د ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې اسلامي امارت واک ته د رسېدو پرمهال ویلي وو، د ښوونځیو تړل کېدل لنډمهاله دي او د اسلامي شریعت او د افغاني کلتور د اصولو په مطابق د کړنلارې له جوړېدو وروسته به، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام