د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي تېره ورځ د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره ټلیفوني خبرې کړي.
دواړو لورو دغو خبرو کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو د بحث ترڅنګ، د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې ارزولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه دواړو لورو نږدې راتلونکې کې بېلا بېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه هم کړې.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امیرخان متقي او ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د همکاریو د پراختیا په موخه د ناستو او مشورو په دوام هوکړه کړې ده.