د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن (شنبه، سنبله ۲۲) د بندیانو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کې و، ولیدل.
دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو او افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې پر دوه اړخیزو اړیکو او راتلونکو بېلا بېلو موضوعات په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په تړاو به چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته دوام ورکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هېواد بهرنیو چارو وزیر په سر کې د دواړو لوریو ترمنځ دوحه کې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، اوس د دې ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزې نه شته چې اواری یې ډېر ستونزمن وي.
د امریکايي پلاوي مشر هم لومړی د هیواد ختیځ کې د شوې زلزلې په اړه خواخوږي ښوولې او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور وباله.
دغه پلاوي وویل، دواړه لوري باید د تېرو غونډو په تعقیب هلې ځلې وکړي، ترڅو ښه نتایج تر لاسه شي.
د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړه چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نهغواړي پر افغانانو څه شی وتپي.
همداراز په دغو خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر هغو فرصتونو هم خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.