د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په کم‌ساري ډول لوړ شوی او ورځنۍ شمېر یې تر ۳۰۰ کورنیو ته رسېږي.

د یاد ریاست په خبره، د راستنېدونکو ستونزو د حل او د اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۱۳ کاري کمېټې فعالیت کوي. دغه کمېټې د کډوالو د سرپنا، کار، زده‌کړو، روغتیا، خپلو سیمو ته د لېږد، مخابراتي اسانتیاوو، عامه پوهاوي او ټولنه کې د بیا مېشتېدنې په برخو کې کار کوي.

د سپین‌بولدک ولسوالي د راستنېدونکو کډوالو د ثبت مسوول عبداللطیف حکیمي وايي: «موږ هره ورځ د سلګونو کډوالو د ثبت چارې پرمخ وړو. هڅه کوو چې د دوی ستونزې په وخت حل شي او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړو. د کورونو، کار او زده کړو په برخو کې جدي اړتیاوې شته چې په ګډه یې د حل لپاره کار روان دی.»

راستانه شوي کډوالو هم له اسلامي امارت څخه د ملاتړ غوښتنه کوي. د پاکستان له کراچۍ څخه تازه راستون شوی، اسامه وايي: «زه د پاکستان له کراچۍ څخه راستون شوی یم. په هېواد کې د عادي ژوند د پیل لپاره راسره د لاسنیوي اړتیا ډېره ده. کور، کار او د اولادونو د زده کړو ستونزه لرم. هیله لرم چې حکومت او اړوند ادارې زموږ مرسته وکړي، څو وکولای شو بېرته په خپل هېواد کې په ډاډه زړه ژوند وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یو بل راستون شوی عزیزالله هم وايي: «له کلونو کډوالۍ وروسته بیرته هېواد ته راستون شوی یم. په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند ډېر سخت و، هلته د کار، زده کړو او ډاډینو اسانتیاوو کمښت و. اوس چې خپل وطن ته راغلي یو، تمه لرو چې د سرپنا، روغتیايي خدمتونو او کار په برخه کې له موږ سره مرسته وشي. زموږ ستره هیله داده چې خپلو ماشومانو ته ښه راتلونکی برابر کړو.»

مسوولان ټینګار کوي چې د راستنېدونکو د شمېر د زیاتوالي لپاره ټول اړین اقدامات شوي او هڅه کېږي چې د هرې کورنۍ اړتیاوې په وخت پوره شي.

تېره یوه اوونۍ کې یوازې د سپین‌بولدک له لارې تر ۷۰۰۰ زيات افغانان هېواد ته راستانه شوي چې په‌کې زندانیان هم شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام