مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د هېواد په ختیځ کې د شوې زلزلې له د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې، د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
نوموړي نن دوشنبه، وږي لسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: « د طبیعي ناورینو لړۍ د سېلابو په بڼه په همدغو سیمو او دغه راز خیبر پښتونخوا کې له څه مودې را روانه ده او ښیي چې طبیعت او ناورین د انسان په لاس کښل شوې لیکې نه پېژنې او د خپلو قوانینو له مخې چلند کوي او ځکه د هغو له عواملو او عواقبو سره مقابله باید په همدغو اصولو او خپلمنځي لاسنیوي وشي.»
محمداشرف غني زیاته کړې چې دغو پېښو د چاپېریال د بدلانه اغېز او له امله یې د ولس کړاوونه او دردونه یوځل بیا رابرسېره کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه پر افغانانو غږ کړی چې د تېرو پېښو په څېر په دې پېښه کې هم د یوه بل ترڅنګ ودرېږي او ګډ اقدامات وکړي.
هغه لیکلي: «په ټولو هېوادوالو غږ کوم، لکه هماغسې چې مو په نورو ناورینو کې لاسونه سره یو کړل او مرستې ته مو ودانګل، دلته هم یو د بل ترڅنګ ودرېږو او ګډ اقدامات وکړو. له دغسې ناورینو سره د چلند اصلي لارې او اصول ډېر ښکاره دي چې د منظمو، منسجمو او بیړه نیو کړنو غوښتنه کوي چې مخکې پرې خبرې شوې دي.»
مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ټينګار کړی چې دامهال باید ټول پام د زلزلې او سېلابونو له امله د پېښ شوي درد او غم سپکولو باندې ورټول شي.


