په اندونیزیا کې د پېښو د مديريت ملي ادارې (BNPB) اعلان کړی چې د یکشنبې په سهار د مرکزي سولاوېسي په سیمه کې د ریښتر په کچه د ۶ درجې زلزلې له امله لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.
د ادارې په وینا، د ټپیانو له ډلې دوه کسان په ډېره نازکه روغتيايي حالت کې دي. زلزله د ۱۰ کيلومتره په ژوروالي کې شوې او د پوزو (Poso) په سیمه کې یې ډېرې ودانۍ لړزولي چې د نږدې سيمو اوسېدونکو یې هم ټکانونه احساس کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چارواکو په خبره، د ژغورنې او بېړنیو مرستو ډلې سیمې ته رسېدلي او د زیانونو د بشپړ اټکل چارې روانې دي.
انډونیزیا د نړۍ په هغه سیمه کې پرته ده چې د پاسفیک اور کړ (Pacific Ring of Fire) په نوم پېژندل کېږي. دا سیمه د ځمکې د قشر د څو سترو تختهډولو د يوځایکېدو ځای دی چې له همدې امله د زلزلو او اورشیندو پېښو شمېر پهکې ډېر دی.