Asset 1SWN

له مصر څخه غزې ته د مرستو لېږد پیل شوی

غزه بشري وضعیت

غزه کې د لوږې له خپرېدو او له امله یې، د لسګونه کسانو تر مړینې وروسته، له مصر څخه د بشردوستانه مرستو لاریو د غزې پر لورې روانې شوې دي.

دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې غزه کې نړیوالو بنسټونو له څو میاشتو راهیسې د قحطۍ پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له پرون راهیسې غزې ته د هوا له لارې د مرستو لېږد پیل کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرستو کاروانونو لېږد لپاره دې خوندي دهلیزونه جوړ او نفوس‌لرونکو سیمو کې دې بشردوستانه مرستو تم‌ځایونه جوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ خبرې له کومې پایلې پرته درېدلې دي.

د اسراییلو پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هوا له لارې غزې ته د مرستو د کوڅوړو خوشې کول، پیل شوي چې اوړه، بوره او نور خوراکي پکې شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام