Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې یوه پانګوال په ۶۰ میلیون افغانۍ جومات جوړ کړ

میدان‌وردګ جومات

میدان‌وردګ کې د یوه پانګوال په ۶۰ میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه جامع جومات ته ودانۍ جوړه شوه.

د میدان‌وردګ ځايي چارواکي وایي، دغه جامع جومات د کابل-کندهار په لویه‌لار د سیداباد ولسوالي په «شنیز» سیمه کې د یوه افغان سوداګر له لوري د شاوخوا ۶۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

دغه جامع جومات په شاوخوا لس جریبه ځمکه کې په دوه پوړونو کې د تېرو دوه کالونو په موده کې جوړ شوی چې په یو وخت د ۴ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري او د ښځو لپاره هم د لمونځ کولو ځانګړی ځای او اسانتیاوې لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یاد جامع جومات پرانېست غونډه کې د میدان‌وردګ چارواکو ترڅنګ، د اسلامي امارت د لوړ زده‌کړو، پوهنې او روغتیا وزارتونو سرپرستانو، د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

هېره دې نه‌وي چې له دې وړاندې هم میدان‌وردګ کې د ولسي خلکو او سوداګرو په مالي ملاتړ ورته جوماتونو او ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام