Asset 1SWN

سلام وطندار

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې نن دویمه ورځ هم دوام لري

a8489be8296f4cbe84da9f7aa9dde62d

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې تېره ورځ د سرحدي سیمې پر سر د شخړې په دلیل پیل شوې چې نن جمعه د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.

یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د ټایلنډ حکومت ویلي، دغو نښتو کې یې د یوه سرتیري په شمول ۱۴ کسان وژل شوي.

د ټایلنډ چارواکو په وینا، کمبودیا سره پوله کې له مېشتو سیمو د تخلیه شویو ملکي کسانو شمېر هم تر ۱۳۸ زره کسانو زیات شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټایلنډ او کمبودیا کلونو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره پوله کې پر سیمو اختلاف لري.

دغه دوه هېوادونه دواړه یو بل د نښتو په پیلولو تورنوي.

د کمبودیا لومړي وزیر هون مانیت تېره ورځ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د دغې نښتې پایته رسولو لپاره بېړنۍ غونډه ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام