د ننګرهار مسوولان وايي چې د مرکز جلالاباد ښار د اوومې ناحيې «بګرامیو» سيمه کې يو کس په خپلې پلورلې ځمکې پسې تر خفګان وروسته ځان وژنه کړې.
د ننګرهار رسنیو دفتر نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کس خپله ځمکه په بل چا پلورلې وه او هغه شخص پر همدې ځمکه ابادي کوله چې نوموړي ته ترې ژور خفګان پيدا شوی او خپل ځان يې په تومانچه ويشتلی او ژوند يې له لاسه ورکړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، د ياد شخص د کورنۍ غړو منلې چې هغه د ځمکې پلورلو او بيا د ابادۍ چارو په ليدلو د احساساتي شوی او ځان وژنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د بېلابېلو لاملونو په دلیل یوشمېر کسانو ځان وژنې کړي دي.