د دفاع وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال محمدقاسم فرید وايي چې دغه وزارت کې پخوانیو منسوبینو له دوی زدهکړه کړې او ټول مسلکي کسان نهوو.
د نوموړي په وینا، له مخکیني حکومت راهیسې د یاد وزارت کارمندانو او منسوبینو څخه یې، زدهکړه نهده کړې، بلکې یادو کارمندانو له دوی زدهکړه کړې ده.
مولوي محمدقاسم فرید زیاته کړې چې له دغه وزارت یوازې هغه کسان ګوښه شوي چې د ده په ټکو نااهله و او یاهم د تقاعد عمر یې، پوره شوی و.
د ملي د دفاع وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ مرستیال محمدقاسم فرید دغه څرګندونې نن سهشنبه، د چنګاښ ۳۱مه د ملي دفاع وزارت د یو کلنو لاستهراوړونو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه په دغه پروګرام کې وویل: «دفاع وزارت کې ډېری کسان واسطېواله راغلي وو، د بېلګې په توګه یو کس لومړی بریدمن و بیا جنرال مقرر شوی و او ملکیان هم راغلي وو. لنډمهاله کورسونه یې، ویلي وو بیا ریاستونو کې مقرر شوي وو؛ نو ټول مسلکي نهوو، دوی له موږ زدهکړه کړې، موږ له دوی زدهکړه نهده کړې. نااهله کسان لرې شوي او دا په سېسټماټیک ډول څوک نهدي لرې شوي.»
په ورته د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصېحالدین فطرت په دې پروګرام کې وویل چې له یاد وزارت د مسلکي کسانو ګوښهکېدل، د رسنیو تبلیغ دی.
د نوموړي په وینا، دوی هر کال د یاد وزارت تشکیلات ارزوي او په وینا یې، ۲۰سلنه تشکیلات یې، زیات شوی او د اړتیا له مخې یې، ۱۰سلنه کارمندان تنقیص کړي دي.
هغه ټينګار وکړ چې یادو کسانو ته معاشونه ورکول کېږي او د اړتیا پرمهال به بېرته پر دندو وګومارل شي.


