د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت اړوند ورکشاپونو کې یې، سلګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړې دي.
یاد وزارت نن سهشنبه، وږي ۲۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ځانګړو ځواکونو فرقې په ورکشاپ کې ۱۱۴۵ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنیزیون کې دغه ۱۱۴۵عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط چې د تېرو څو کلونو را په دېخواه د یادې فرقې په اړوند جزوتامونو کې ویجاړ پراته وو، چې د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم شوې دي.
په ترمیم شویو وسایطو کې ضربتي ټانګونه، زرهي هاموې ټانګونه، رېنجر موټر، څلور ټایره موټرسایکلونه، واړه اوغټ امبولانسونه او انټرنېشنل موټر شامل دي.
د ملي دفاع وزارت له دې وړاندې هم سلګونه پوځي وسایط او چورلکې د یاد وزارت ورکشپاونو کې د افغان انجینیرانو او مسلکي کسانو له لوري ترمیم او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.