د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي چې د افغان بېسم مخابراتي شرکت په همکارۍ د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره د انټرنټ ۴ جي خدمات پيل شول.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست ریيس مولوي مطیع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل، د مرکز پل علم په ګډون په پنځه ولسوالیو، محمداغې، بره کي برک، خوښۍ او څرخ کې د ۱۲ مخابراتي سایټونو له لارې ۴ جي انټرنېټې خدمات پيل شول.

عابد وویل، یو شمیر نورو مخابراتي شرکتونو هم ډاډ ورکړی چې د لوګر په پاتې لروپرتو ولسوالیو کې به هم خپلو مخابراتي او انټرنټې خدماتو ته پراختیا ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت اړوند شرکتونو له لوري په پنځه ولسوالیو کې د انټرنټ ۴‌جي خدمات پیل شول، خو ټینګار کوي چې دغه خدمات دې د ولسوالیو له مرکزونو کلیوالي سیمو ته هم وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هلو ځلو د لوګر ولایت بېلابېلو سیمو لپاره، ۴۲ نوي مخابراتي سایټونو هم منظور شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام