د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي سره لیدنه کې پر ایران د اسراییل برید غندلی او له تهران پر ملاتړ ټينګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، غبرګولي ۲۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي سره لیدلي او سیمه کې یې د روان وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد په تړاو خبرې کړي دي.
امیرخان متقي دغه لیدنه کې پر ایران د اسراییل برید غندلی او دا اقدامات یې، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.
د هغه په وینا، افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې د ریاستالوزراء د مقام له پرېکړې سره سم له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو حاجیانو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز هرات کې د اسلامي امارت ارګانونو ته لارښوونه شوې چې د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.
د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت دریځ بیان کړ او دا.ا.ا.له خوا ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو دچمتو کولو له امله یې مننه وکړه او دا یې ددواړو هېوادونو دوواړخیزو اړیکوکې دستایني وړ اقدام وباله.
عليرضا بیکدلي هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه وتوانېږي چې د ایراني حاجیانو د لېږد بهیرپه بریا پای ته ورسوي.