د ميدانوردګ ځايي مسوولان وايي، د نرخ ولسوالي «بادام» سيمه کې د کابل ـ کندهار پر لويهلار د ټرافیکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د میدانوردګ امنیې قومنداني یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ياده پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۲۱) مازدیګر مهال داسې حال کې رامنځته شوې چې کرولا ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
دغه پېښه کې یوې مېرمن او یوې ماشومې ژوند بایللی او د دوو ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپيان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې ټپيان د عامو خلکو په همکاري روغتون ته لېږدول شوي.
مسوولان د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او ډېر سرعت د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بولي.
د یادونې ده چې د اختر ورځو کې د هېواد په سطحه ټرافیکي پېښې ډېرې شوي چې ګڼ شمېر ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښت ده.



