د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، جوزا ۱۵) ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاو، بېلابېلو هېوادونو کې د افغانانو پر ستونزو، هېواد کې په پرمختګونو، د خصوصي سکتور پر ودې، د پانګونې پر جلب او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.
امیر خان متقي ټینګار کړی چې اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د اسلامي امارت لاسرسی ممکن شي، ترڅو هغوی ته د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د دوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو دفاع وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د یوناما له مشرې وغوښتل چې خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي، ترڅو هېواد کې راغلي پرمختګونه او هر اړخیز ثبات له نړیوالو سره شریک شي.
د یوناما مشرې هم ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو ترڅنګ، افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.
د یوناما مشرې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا راتلونکو غونډو کې به له نړیوالو سره افغانستان کې د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریکوي او د افغان حکومت پیغامونه به لیږدوي.
همداراز دواړو لوریو د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ پر نژدې او ګډ کار ټینګار کړی دی.