خوست کې د «ايوبي الشفا» په نوم يو خصوصي روغتون نن (یکشنبه، جوزا ۱۱) د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د غريبو او بېوزله ناروغانو د وړيا درملنې لپاره څلور ورځنی روغتیايي کمپ پرانیست.
د روغتون مسوولانو په خبره، یاد روغتيايي کمپ کې به د مرکز او ولسواليو شاوخوا ۸۰۰ بېوزله ناروغان په وړیا ډول درملنه وشي.
د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر محمداکبر ځاځي وویل:
«په دې وړيا روغتيايي کمپ کې د ناروغانو کتنه، ټول لابراتواري معاينات، د ښو او معياري کمپنيو درمل ورکول کيږي. زموږ دا نهم پړاو وړيا کمپ دی، چې پخوا په څلورو ولسواليو کې ترسره شوی او د همدې په ګډون پنځم ځل یې دلته روغتون کې ترسره کيږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وويل، د خصوصي سکتور له لوري د روغتيا په برخه کې دا ډول وړيا کمپونو جوړول به د بهرنيو مرستو په بندېدو سره رامنځته شوې تشه ډکه کړي.
بل لور ته یوشمېر ناروغان او ناروغلرونکي خوښ دي چې په اوسنيو بدو اقتصادي حالاتو کې د بېوزله خلکو وړیا درملنه کېږي.
يو ناروغ محمدزمان وویل، زیاتره خلک د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پيسې نهلري.