په داسې حال کې چې ډېری وګړي بې‌کارۍ څخه شکایت کوي، پروان کې یو کس د غالۍ اوبدلو د یوې کارخونې په جوړولو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

د یادې کارخونې مسوول عبدالمنان حریر وویل، خپل کار یې د ۵۰۰ زره افغانیو پانګې سره پیل کړی او د غالۍ اوبدلو له سلو څخه د زیاتو دستګاوو په فعالولو سره یې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

هغه ښځو او ځوانانو ته د اړینو روزنیزو پروګرامونو له وړاندې کولو وروسته، هغوی سره مرسته کړې چې په خپلو کورونو کې د غالۍ اوبدلو دستګاوې فعالې کړي او له دې لارې پیسې وګټي.

«مونږ ۱۲۰ دستګاوې لرو چې شاوخوا ۶۰۰ کسان په کې کار کوي، ډېری هغه کسان دي چې بازار کې کار نه‌شي کولی، یا نجونې دي. حکومت دې مونږ سره همکاري وکړي د پور په ډول دې پیسې راکړي.»

د حریر دغه کار د پروان په ښار او کلیو کې ډیری ښځې او نجونې له بې‌کارۍ څخه خلاصې کړې او هغوی یې هڅولي چې ښکلي غالۍ جوړې کړي.

د دغو ښځو له‌خوا اوبدل شوي غالیو افغانستان کې دننه او بهر خپل پیرودونکي موندلي دي.

دوه کارګرې عایشه او ناجیه وايي:

«زه خپله د غالۍ اوبدلو څو برخو کې کار کوم، له دولته غواړم چې د نورو نجونو او ښځو لپاره چې پیسې نه‌لري، هغوی ته د کار زمینه برابره کړي، کومې ښځې چې له بل ځایه عاید نه‌لري، کولی شي غالۍ اوبدلو کې برخه کې کار وکړي.»

«مونږ پنځه کسان یو، یوه شپږ مترۍ غالۍ یوه میاشت کې ختموو، دا زمونږ لپاره ښه فرصت دی. هغه کورنۍ چې غواړي پیسې وګټي کولی شي غالۍ اوبدلو ته مخه کړي.»

د نجونو ترڅنګ، هلکان هم ښاغلي حریر سره کار کوي. دوی له نورو ځوانانو هم غواړي چې د بیکارۍ پر ځای دغه ډول مهارتونه زده‌‌کړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

مصور او نجیب چې ښاغلي حریر سره په غیر مستقیم ډول کار کوي وايي:


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«هر ډول نقشه چې وي، مونږ کولی شو کار پرې وکړو، که بهر کار نشته مونږ یوه کورني ټیم پر اساس دغه کار مخ ته وړو، او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوو.»

«تقریبآ یوه میاشت کې مونږ شپږ مترۍ غالۍ اوبدو، د نورو کورنیو لپاره هم ښه فرصت دی او کولی شي خپل کور کې عاید ترلاسه کړي.»

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس ایمل نېکمل‌اغا د متشبثینو په ملاتړ ټینګار کوي او وايي، ریاست یې د یادو ځوانانو د کار د ودې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

«پلان لرو چې یو نندارتون جوړ کړو. هر متشبث کولی شي نوم ثبت کړي، خپل هماغه صنایع راوړي چې راتلونکې کې ورته ګټه کوي. زمونږ ریاست له توانه چې که کومه همکاري پوره وي، مونږ سره ورسره کوو.»

د حریر د غالۍ اوبدلو کارخونه چې له لارې یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، کولی شي یوه ښه بېلګه وي هغو کسانو ته چې د کاري زمینې برابرولو نظریې لري او غواړي د خپل شخصي پرمختګ ترڅنګ نورو ته هم د عاید زمینه برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام