په تېرو درېیوو کلونو کې د غزني اوسېدونکو لهخوا د روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو زیربنایي برخو کې له ۵۰ زیاتې ټولییزې پروژې پلي شوي او دغه بهیر لاهم روانه دی.
دغه موده کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ ښوونځي، ۱۴ دیني مدرسې، ۱۰ روغتیايي مرکزونه، اووه مخابراتي شبکې او پنځه د اوبو بندونه جوړ شوي دي.
له دې ډلې څخه لږترلږه اته ښوونځي په جاغوري ولسوالي کې جوړ شوي او قره باغ ولسوالي کې بیا خلکو د اوبو د بندونو، پلونو او سړکونو په جوړولو کې ډېره پانګونه کړې.
هغه دیني مدرسې چې په تېرو درېیوو کلونو کې د غزني د اوسېدونکو له لوري جوړې شوي، ډېری یې د غزني په مرکز او د مقر، ناوې او اندړ ولسوالیو پورې اړه لري.
د دغو پروژو ټولییز لګښت د یوه واحد تمویلوونکي د نشتون په دلیل مشخص شوی نهدي؛ خو د دغو پروژو پليکېدو خلکو ته ډېره اسانتیا رامنځته کړې.
د جغتو ولسوالۍ «ترکان» درې کې د یوه مواصلاتي پُل جوړولو کار چې تازه پیل شوی، د غزني د خلکو د هڅو یوه بېلګه ده.
د جغتو ولسوالي د «ترکان» درې قومي مشر او استازي حسن رضا خاکي سلاموطندار ته وویل، دغه سیمه کې د پُل نشتوالي د څو ولسوالیو موټرچلوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې وې چې په وینا یې، د دې پُل په جوړېدو سره به دغه ستونزې حل شي.
نوموړي وویل: «پسرلي کې به چې اوبه ډېرېدې، موټر به نشوای تېرېدای، دا مهم پُل دی، د ترکان سربېره، سراب ناور، جاغوري او مالستان خلک هم پرې تګراتګ کوي. پخوا نهوو، د لرګیو پل و، خلک به پرې تلل او راتلل، اوبه ډېرېدې، هره ورځ به ویجاړی و.»
په وروستیو کلونو کې په قرهباغ ولسوالي کې هم له ښوونځیو نیولې د کلینیکونو، مواصلاتي پلونو، کوڅو او د اوبو بندونو تر جوړولو پورې ګڼ شمېر ټولییزې پروژې پلي شوي چې د ځایی اوسېدونکو لپاره یې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د غزني د قرهباغ ولسوالي د تمکي کلي اوسېدونکی او غزنې کې د ولسي پروژو له فعالانو علي محمد سلام وطندار ته وايي: «قرهباغ کې د رغونې چارې له پیل راهیسې په څلورو کلونو کې د پام وړ زیاتې شوې دي. له نېکه مرغه، کار د قناعت وړ دی. د پوهنې په برخه کې، د ګلکوه لېسه چې د قره باغ ولسوالۍ په ګلکوه سیمه کې موقعیت لري، د سیمې څخه بهر د رضاکارانو له لوري بیارغول شوې ده. د ګلکوه کلي کې د اوبو رسولو شبکه، د قره باغ ولسوالي کې ښه کلینیکونه، د تمکي سیمې زردالو سیمه، د تمکي نجونو د عالي لېسې بیارغونه، د تمکي سیمې په بالاسر کې د حمدالي د اوبو بند جوړول او د سیمې د خلکو همکارۍ، او همدارنګه د قول تمکي سیمې په تمکي بابا بند، بشپړ شوي دي.»
د غزني په مهمو پروژو کې د خلکو فعاله ونډه، د حکومت له اوږو یو بار لرې کړی. د غزني د جاغوري ولسوالي یو ټولنیز فعال خادم حسین احمدي وايي، دغه ولسوالي کې د خلکو او ځوانانو د عامه پروژو د ملاتړ اصلي لامل دغه برخه کې د حکومت نهپاملرنه ده.
هغه زیاتوي چې دغه ولسوالي کې ډېرې دولتي پروژې د جمهوري نظام راهیسې نیمګړې پاتې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «تراوسه کومه پروژه نهده پلې شوې او د جمهوریت پرمهال پاتې پروژې هم نیمګړې پاتې دي. یو لامل چې دلته دولتي کارونه او پروژې نشته دا دی چې وايي، د جاغوري خلک خپله پروژې پلې کوي. له بهر ورته مسافر مرسته کوي.»
په جغتو ولسوالي او شاکي سیمه کې له هېواده بهر ځوانانو د یوې لېسې د جوړولو لګښت پر غاړه اخیستی دی. محمدیونس کریمي چې د دې پروژې په جوړولو کې ونډه لري، سلاموطندار ته وايي، د شاکي لېسې په جوړولو به نږدې ۱۰۰زره امریکایي ډالر ولګول شي چې ټول یې د خلکو له لوري ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل: «په دې پروژه کې له بهر او دننه وروڼو هم ونډه اخیستې ده. کار اوس روان دی. شاوخوا نوي زره ډالر د دې پروژې د لګښت لپاره قرارداد شوی. د سیمې ماشومانو سره دلته له اسټرالیا، امریکا او حتی کاناډا څخه مرسته شوې ده. سربیره پر دې، د شکي سیمې خلکو، د ککرک ماشومانو او ترکانو سره هم مرسته شوې ده. د شکي، کابل، غزني او هرات پاتې خلکو سره مرسته شوې.»
بلخوا د غزني یو قومي مشر محمدزمان ذکي چې د نورو عامه پروژو سره یوځای یې د غزني په جغتو ولسوالي کې د عام ولس په پیسو یو کلینیک جوړ کړی، له ولس غواړي چې اوسنیو شرایطو ته په پام، د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې پراخه ونډه واخلي.
هغه وویل: «په خپلو پیسو یې، دا صحي کلینیک جوړوي، څو د هغو لپاره الګو شي چې نورو ته سترګې پر لاره دي. نور موږ ته کار نکوي. موږ باید انجیوګانو ته کېنو چې راشي او کلینیک راته جوړ کړي.»

په کلیو کې د ولسي پروژو پليکول د ولسوالیو اوسېدونکو ته نوی ژوند ورکړی. د جغتو ولسوالي یو قومي مشر صوفي خان محمد وايي: «دې کسانو چې موږ سره مرسته کړې، خدای دې اووه پشته جنت ته بوځي. موږ د دوی لپاره ډېر خوشحاله یو. موږ تل دعا کوو، په هر لمونځ کې موږ دعا کوو چې دوی هر چېرې چې وي، دوی به د خپلې کورنۍ او عزیزانو سره د خدای له ورکړو نعمتونو سره ژوند وکړي.»
د غزني د اوسېدونکو له دغه بېساري کار د سیمهییزو چارواکو لهخوا هرکلی شوی.
د غزني د والي ویاند صدیق الله سباوون سلام وطندار ته وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي له تېرو څو وروستیو کلونو راهیسې اسلامي امارت سره همکاري کوي او د عامه پروژو په پلي کولو کې د خلکو ونډه د پام او ستاینې وړ ده.
نوموړی په دې اړه وویل: «له نېکه مرغه، د غزني د مرکز او اړوندو ولسوالیو مېشت ولسونه، اسلامي نظام تر شا ولاړ او په هر برخه کې همکار دي. د مکاتبو په جوړونه، د مدارسو په جوړونه، د سړکونو په بیارغونه کې خپله ونډه اخلي او اسلامي امارت پوره پوره همکار دی او همدارنگه د غزني خیریه بنستونه هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي. اسلامي امارت د غزني مېشتو مننه کوي او د دوی ټولې کړنې ستايي.»
غزني کې زیاتې ولسي پروژې، د دغه ولایت د هغو ځوانانو لخوا مالي ملاتړ کېږي چې دامهال په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې مېشت دي.


