Asset 1SWN

له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز برید شوی

missiletest

له یمن څخه پر اسراییلو د توغندیز برید له امله د «بېن‌کورېن» هوايي ډګر سربېره په ټول اسراییل کې د الوتنو بهیر ځنډېدلی دی.

د اسراییلو پوځ پر ټېلېګرام یوه پوسټ کې لیکلي چې دوی له یمن څخه د وېشتل شوي توغندي د شنډولو لپاره کار کوي.

په ټول اسراییل کې د خطر زنګ وهل شوی او خلکو څخه غوښتنه شوې چې د پوځ لارښوونو ته پام وکړي.

الجزیرې خبري شبکې د یوې ویډیو په تایید سره خبر ورکړی چې د اسراییلو مرکز «بېن‌کورېین» هوايي ډګر شاوخوا لوګی لیدل کېږي، خو د جزییاتو په اړه یې، څه نه‌دي ویلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له یمن څخه حوثي ډله وخت ناوخت د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه شمالي او مرکزي سیمو توغندیز بریدونه کوي.

حوثي ډله وايي، بریدونه یې، له فلسطینیانو سره د پیوستون او ملاتړ لپاره دي او په وینا یې، تر هغې به دوام وکړي چې اسراییلو په‌ غزه کې د حماس پر وړاندې روانه جګړه نه‌وي درولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام