Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت: د هند او پاکستان ترینګلتیا په افغانستان هم منفي اغېز کوي

GqFINsVXcAAeiIv

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه ترسره کړه.

دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه او ځانګړې توګه په افغانستان یې اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو د ګردي‌مېز په بڼه بحث وشو چې په‌کې د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس نوراحمد نور وینا وکړه.

غونډه کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت الله ځلاند وویل، افغانستان دامهال د خپل متوازن سیاست په رڼا کې له هند او پاکستان سره تعامل لري او که د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا پراخېږي، نو پر سیمه او افغانستان به هم نېغ په نېغه منفي اغېزې ښندي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي‌الله شاهین وویل، د سیمې دا دوه اټومي هېوادونه به جګړې ته داخل نه‌شي او رامنځته شوې ستونزه ته به حل پیدا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي مشر نوراحمد نور هم وویل، په کشمیر کې پر سیلانیانو برید له مودو راهیسې شته ترینګلتیا پراخه کړه او له کبله یې دواړو هېوادونو تراوسه داسې اقدامات کړي چې سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان ترې اغېزمن دی او د بېلګې په توګه د واګه بندر تړل یادولی شو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «د دغه بندر د تړل کېدو له کبله عملا د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي چې د افغانستان سوداګرۍ سکتورته د پام‌وړ زیان اړوي، له دې کبله اسلامي امارت ته پکارده چې مخکې له مخکې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.»

ښاغلي نور زیاته کړه چې افغانستان له دواړو هېوادونو سره مشترکات او مثبت تعامل لري او نه غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي، بلکې د ا.ا د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې او داچې اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی، هڅه کوي چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې هواره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام