Asset 1SWN

شهباز شریف: هڅه کوو افغانستان سره ښې اړیکې ولرو

000_327E8MJ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن (شنبه، ثور ۶) خیبرپښتونخوا کې یوې غونډې ته ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره ښو اړیکو ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، په دې تړاو یې اسلامي امارت ته ښکاره پېغام استولی چې اسلام‌اباد د ښو اړیکو غوښتونکی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو ده وویل چې: «که څه هم کابل سره د سوله‌ییزو اړیکو هیله لرو، خو دا تر هغه وخته امکان‌ نه‌لري، ترڅو چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کیږي.»

د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې تل له پاکستان سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې او په وینا یې، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام