Asset 1SWN

بلوڅ بېلتون غوښتونکي: څه باندې ۵۰ پاکستاني سرتېرو مو وژلي

اورګاډی-خط اهن

د پاکستان په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې له پوځ سره په نښته کې یې، څه باندې ۵۰ سرتېري وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له تېرو دوو ورځو راهیسې د بلوچستان په بولان سیمه کې له یادې ډلې د هغو مسافرو ته خوشې کولو لپاره عملیات پیل کړي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو له یوه اورګاډي سره یوځای برمته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوې امنیتي سرچینې د نوم له نه‌ښودلو په شرط پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پرون د عملیاتو پر دویمه ورځ ۱۶ وسله‌وال وژل شوي او یوشمېر مسافر ازاد شوي دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو یکشنبه له کوټې څخه پېښور ته د جعفر اېکسپرېس په نوم اورګاډی برمته کړ چې د یادې ډلې په وینا، څه باندې ۲۰۰ امنیتي او استخباراتي کسان یې، نیولي او له ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي یې، خوشې کړې دي.

په خوشې شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه اورګاډي کې څه باندې ۵۰۰ کسان سپاره وو.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د اورګاډي له برمته کولو وروسته له پاکستان حکومت د خپلو مشرانو، لادرکه شویو او د مقاومت غړي د ژر ته ژره خوشې‌کېدو غوښتنه کړې.

بل‌خوا رویټرز نن خبر ورکړی چې د برمته شوي اورګاډي لسګونه مسافر کوټې ښار ته رسېدلي او ټول ۳۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

په خبر کې ویل شوي چې جګړه پای ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام