د ملګروملتونو امنیت شورا دوشنبه، مارچ لسمه، په خپله وروستۍ غونډه کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا په یاده ناسته کې د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوتنبایووا د راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي، که سلامي امارت غواړي، افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي، باید نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.
د نوموړې په وینا، د نړیوالې ټولنې، د افغانستان وګړو او اسلامي امارت ترمنځ تعامل باید داسې وي چې د ټولو خواوو ګټې پهکې خوندي وي.
روزا اوتنبایووا وویل: «موږ یو ځل بیا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر بیا یوځایکېدو ټینګار کوو، په دې شرط چې خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي. دا د واکمنو چارواکو مسوولیت دی چې وښيي، افغانستان غواړي نړیوال سېسټم ته راستون شي یا نه؟ که هو، ایا دوی د اړینو ګامونو پورته کولو ته لېواله دي، که نه؟ واکمنو چارواکو تر دې دمه په انتخابي ډول د افغانستان ژمنو ته درناوی کړی دی.»
اسلامي امارت وايي چې سرپرست حکومت غواړي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ټينګې کړي او په ملګروملتونو کې له خپلو حقونو څخه برخمن شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید په دې اړه د لویو قدرتونو د پالیسیو تر اغېز لاندې پرېکړه ونهکړي.
نوموړي وویل: «هېواد باید په ملګروملتونو او نړیواله کچه له ټولو هغو حقونو څخه برخمن شي چې لري یې؛ خو ځینو هېوادونو په دې برخه کې خنډونه جوړ کړي او ملګري ملتونه باید سمې او سالمې پرېکړې وکړي. دوی باید د لویو هېوادونو تر سیاست لاندې پرېکړې ونکړي، دوی باید په خپلواکه او بېطرفه توګه پرېکړې وکړي.»
د ملګروملتونو، امنیت شورا په دې غونډه کې د پاکستان، چین، بریتانیا، متحده ایالاتو او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازیو هم خبرې وکړې.
د امریکا استازې ډوروتي شیا د دوحې په پروسه کې د اسلامي امارت د صادقانه ګډون په اړه شک څرګند کړی دی.
ځینې سیاسي شنونکي وايي چې امریکا د دوحې د تړون پر بنسټ له ډېرو کلونو وروسته له افغانستانه ووت، خو اوس دا هېواد د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دی.
د سیاسي چاروشنونکی، احمدخان اندړ وايي: «امریکا په قطر کې له ا.ا سره ۱۸ میاشتې خبرې وکړې او د دې تړون له احکامو څخه په استفادې سره له افغانستانه وتښتېده. که دوی فکر کاوه چې له اسلامي امارت سره اړیکه نیول به ستونزمن وي، نو باید هغه وخت یې په اړه فکر کړی وای. امریکا یوازې خپلې ګټې تعقیبوي.»
بلخوا، په ملګروملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
دا لومړی ځل نه دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي، له دې وړاندې په تېرو درې نیمو کلونو کې، په دې اړه څو غونډې شوي دي.