د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله لس کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چاودنه نن جمعه، فبرورۍ ۱۴مه هغه مهال رامنځته شوې چې یاد کان کیندونکي د جمعې لمانځته روان وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چاودنه د سړک غاړې ماین له امله رامنځته شوې.
سیمه کې امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي چې په دغه موټر کې ۱۷ کسان سپاره وو او چاودنه له لرې ځای د ریموټ کنټرول په مرسته شوې.
په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېنښنې وړ ښودل شوی دی.
د بلوچستان هرنايي سیمه له کوټې ښار ۱۶۰ کیلومټره لرې پرته سیمه ده چې د ډبرو سکرو پراخ کانونه لري او ډېری کارګر یې، د خېبرپښتونخوا اوسېدونکې ډي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي چې پرمهال د کانونو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ټپیان شوي دي.
دغه ایالت کې د نورو ډلو ترڅنګ بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډله هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي او د ډېری بریدونو مسوولیت هم پر غاړه اخلي.
تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.